د پښتون ژغورنې تحریک په کراچۍ کې ولې احتجاج کوي؟

د پاکستان د پښتون تحفظ تح‏ریک په سوات کې په غونډې کې اعلان وکړ چې هغوي به په کراجۍ کې د می په ١٢ غونډه وکړي. د پښتون تحفظ تحریک مشرانو دغه نیټه د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف په دور کې په کراچۍ کې د پښتنو د وژلو له کبله ټاکلې ده.

د یادونې وړ ده چې په په ٢٠٠٧ کال کې په دغه ښار کې د مختلفو سیاسي ډلو په نښتو کې لږ ترلږه ۴٨ تنه ووژل شول چې زیاتره یې پښتانه و.

د پښتون تح‏ریک مشر محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې په کراچۍ کې پښتانه د لسیزو راهیسې د ظلم او تشدد ښکار دي. هغه وویل چې د دې باوجود چې پولیسو یې ځینې ملگري نیولي دي خو د کراچۍ غونډه به د پښتنو یوه تاریخي غونډه وي.

د پښتون ژغورنې د تحریک د مشر محسن داوړ سره مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د کراچۍ د راتلونکي غونډې په اړه د محسن داوړ مرکه