د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چارشنبه اګست ۱۲ ویلي چې د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولاین لیویټ به د همدې روانې میاشتې په پای کې دنده پریږدي تر څو د خپلو "ښایسته وړو ماشومانو" او کورنۍ سره ډیر خت تیر کړی کړی شي.
جمهور رئیس ټرمپ د ټروت سوشل په حساب کې لیکلي چې د میرمن لیویټ پریکړه ورته د درک وړ ده او د دې پریکړې درناوی کوي او هغه یې خپله یوه تر ټولو د اعتبار وړ سلاکاره بللې ده.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه لیکلې چې کارولاین لیویټ به د سپینې ماڼۍ د ویاندې دندې تر پریښودو وروسته، د حکومت څخه د باندې د ده یوې جګپوړې سلاکارې په توګه دنده ولري او دا چې د کانګرس منځنۍ دورې د انتخاباتو په درشل کې به په جمهوري غوښتونکي ګوند کې یو اثر لرونکی غږ وي.
جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د لیویټ کارونه ستایلي او هغه یې یوه "غوره رهبره" بللې.
د متحده ایالاتو مشر ویلي چې کارولاین لیوټ د ۲۰۱۸ کال راهیسې او په ۲۰۲۴ کال کې د جمهور رئیس ټرمپ د دویمې دورې راپدیخوا د عدالت او آزادۍ د ملاتړ لپاره "فوق العاده" کارونه کړي. ټرمپ لیکلي چې کارولاین لیوټ د سپینې ماڼۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره ویانده ده.
کارولاین لیویټ چې ۲۸ کاله عمر لري، د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو ځوانه میرمنه ده چې د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه دنده ترسره کوي.
هغې د جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې هم په سپینې ماڼۍ کې غیر رسمي دنده درلوده.
میرمن لیویټ د اکس په حساب کې د جمهور رئیس د ویاندې په توګه د دندې کول د خپل ژوند لپاره یو ویاړ بللی او د ښاغلي ټرمپ څخه یې دې ته د فرصتونو برابرولو له کبله مننه کړې.
لیوټ لیکلي چې د سپینې ماڼۍ د ویاندې او د نوي زیږدلي ماشوم د مور په توګه کار کول یې د ژوند تر ټولو ستونزمن باب و.
هغې لیکلي، " حقیقت دا دی چې د لور د پیدا کیدو وروسته چې سپیې ماڼۍ ته بیرته ستنه شوې یم، په زړه کې مې احساس کړې چې زه د خپلو دوو وړو ماشومانو لپاره غوره مور نشم کیدی پداسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه کار وکړم چې په دوامداره توګه وخت، انرژۍ او پام ته اړتیا لري".
میرمن لیویټ لیکلي چې غواړي د خپل ژوند د نوي باب مزل پیل کړي.
هغې ویلي چې جمهور رئیس ټرمپ ترې د حکومت د چوکاټ څخه د باندې د لوړ پوړې سلاکارې په توګه د کار کول غوښتنه کړې او زیاته کړې یې چې تل به د جمهوري غوښتونکي ګوند او "امریکا بیا عظمت ته ورسوئ" لپاره مبارزه جاري وساتي.