کرزی: د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو 

Karzai Interview With VOA

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې افغانان د سولې د بهیر ننګه کوي خو « د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا معامله نه منو او په وړاندې به یې مقاومت کوو.»

ښاغلي کرزي د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل: «د سولې بهیر چې امریکا رامنځ ته کړی، موږ وینو چې د پاکستان سره په عالي هماهنګۍ سره روان دی. موږ د سولې په بهیر کې د پاکستان رول درک کوو. خو موږ ته سوله بل څه ده او د امریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده.»

نوموړي وویل چې دا ډول معاملې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته هم شوې وې چې افغانان یې له بدبختیو سره مخامخ کړل.

ښاغلي کرزي وویل چې د چین او روسیې په ګډون باید د افغانستان ټول ګاونډیان له امریکا سره په تفاهم او همکارۍ سره د افغانستان د سولې ننګه وکړي.

د افغانستن د «اسلامي جمهوریت» د مذاکراتو پلاوي له طالبانو سره د سپتمبر په ۱۲ (سنبله۲۲) د سولې خبرې پیل کړې خو د مذاکراتو په اصولو او تګلارې د اختلاف له کبله دوی کومې نتېجې ته نه دي رسېدلي.

هغه وویل: «د پردې تر شا باید هېڅ معامله او او برنامه نه وي. موږ شفافیت غواړو. موږ نغواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د ګټو د تضاد ځای وي. موږ نغواړو چې افغانستان د رقابتونو ځای وي. موږ رنځ ګاللی دی. موږ غواړو چې افغانستان د همکارۍ ځای وي. دا د افغانانو جنګ نه دی او دا د افغانانو د ګټو جنګ نه دی. افغانان د بهرنیو هدفونو لپاره وژل کیږي.»

هغه وویل چې که امریکا او پاکستان رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې سوله راځي او په خبره یې افغانان به یې هرکلی وکړي.