افغان ولسمشر: د طالبانو له دفتر پرانېستلو سره موافق دی

افغان ولسمشر: د طالبانو له دفتر پرانېستلو سره موافق دی

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزئ وایي، له دې سره موافق دی چه طالبان د سولی خبرې وکړي اوپه قطر کې دفتر پرانیزي.

ښاغلي کرزي د طآلبانو او امریکا تر منځ د سولی خبرو ته هرکلی ویلی دی. هغه همدغه راز موافقه ښودلی ده چه طالبان په قطر کی دفتر ولري.

ښاغلي کرزي په یوه وینا کې وویل، دی له دې سره موافق دی چې طآلبان او امریکا د سولی خبرې وکړي او دا به ددی سبب شي چه طالبان په قطر کې دفتر پرانیزي.

ښاغلي کرزی وویل، دا خبرې به دغه هیواد له جگړې خوندي کړي، له دسایسو به یې خوندي کړي او د بی گناه خلکوله وژلو نه به یی خوندي کړي.

طالبانود سه شنبې په ورځ وویل ، دوی ابتدایی موافقې ته رسیدلي دي چه په قطر کی دفتر پرانیزي.

د طالبانوله خوا نه دا اعلان په یوه بریښنا لیک کې وشو.

دا بریښنا لیک د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد لیږلی او په هغه کې یې د بندیانود خوشې کیدلو غوښتنه هم کړیده. دا بندیان د گوانتانامو په زندان کې پراته دي.

د طالبانو په بیانیه کی ویل شویدي چه د قطر دفتر به دوی ته دا سهولت برابر کړي چه له نړیوالی ټولنې سره تقاهم ته ورسیږي.

خو په دې بیانیه کی د افغانستان حکومت ته ،چه طالبانو پخوا د امریکا گوډاگی حکومت باله ، اشاره نه شوی.

امریکا د سه شنبې په ورځ وویل په قطر کې د طالباو له خوا نه ددفتر پرانستل یو مثبت نقش لرلی شي چه په افغانستان کې جگړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت نطاقې ویکتوریا نولند وویل ، طالبانو د خپل پلان په باره کی واشنگتن ته لا څه نه دي ویلی.

خو د اوباما اداره دې ته لیواله ده چه ددغه اقدام ملاتړ وکړي ، په دې شرط چه دا اقدام د امریکا په مشرتابه د ایتلاف د پخلاینی د بهیر برخه وي.