په مطبوعاتو کې د کرزي او امریکا ترمنځ اړیکې

د جمعي په ورځ د امریکي د واشنگټن ايکسپريس ، نیویارک ټایمزاو واشنگټن پوست ورځپانو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ترمنځ د اړیکو په لومړي مخ ريپوټونه چاپ کړي دي. د واشنگټن اسکسیریس ورځپاڼه د AP خبري آژانس په حواله لیکي په داسي حال کي چي ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزير، ليان پنيته، د دوه ورځني سفر په پای کي د ناټو نه غوښتنه وکړه چي په ولايتونو کي دي د کليوو څخه خپل عسکر وباسي او خپل غټو اډو ته دي ورستانه شي، او هم بايد د حکومت امنيتي ځواکونو ته دي د هيواد د امنيت د ساتلو مسووليت د ١٣٩٢هجري شمسي کال تر پايه پوري د ټاکلي مودي نه يو کال مخکي ورحواله کړي.

طالبانو اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې يي د امریکا د استازو سره د روغي جوړي خبري ځنډولي . اوس په افغانستان کې د امریکا هغه ستراتيژي د يو لړ نوو ستونزو او خنډونو سره مخ شوي ، چي په تدريجي ډول يي د ١٣٩٣ هجري شمسي کال تر پاي پوري د روان لس کلن جنگ د ختمولو په خاطر په پام کي نيولي وه.

د ايکسپريس ورځپاڼه ليکي چي د امریکا حکومت ددغو نوو ستونزو سره داسي يوه سخته شيبه کي لاس په گريوان شوی چي په خپله په امریکا کې د جنگ لپاره ملاتړ کميږي او کوښښ کوي چي د افغانستان نه د خپلو عسکرو د ويستو لپاره زر تر زره يوه مناسبه لاره ولټوي.

ورځپاڼه ليکي که چيري امریکايي چارواکي د ښاغلي کرزي غوښتنو ته غوږ ونيسي او ويي مني، نو معنی يي دا ده چي بايد يو کال مخکي خپل عسکر دافغانستان نه وباسی.

ورځپاڼه وايي چي ښاغلي کرزي دا ډول غوښتني مخکي هم کړی وی ،خو چا ورته ډير غوږ ونه نيوی او بيا وروسته د امریکا د حکومت د فشار له آمله چوپ شو او د خپلو غوښتنو نه تير شو. د ايکسپريس ورځپاڼه ليکي داسي ښکاري چي دا واري به يي هم غوښتنې د امریکا سره په اړيکو کي کومې خاصې ستونزي ايجاد نه کړی.

ورځپآڼه ليکي که څه هم چي طالبانو امریکايي مامورانو سره د خپلو خبرو د ځنډولو اعلان کړی، داسي نه ښکاري چي تراوسه پوري د دواړو خواو ترمنځ په خبرو کي کوم مهم پرمختگ شوي وي.

ورځپآڼه ليکي متحده ايالات زيار باسي چي طالبان د افغانستان د حکومت سره خبرو ته کښينوي، خو طالبان ورته غاړه نه ږدي.

له بلي خوا د AP خبري اژانس د يوه لوړ پوړي آمریکایي مقام له قوله ريپوټ ورکړی چي ولسمشر کرزي د امریکا ددفاع د وزیر سره د کتنی پر وخت د اطرافو نه د ناټو د عسکرو د سمدستي راویستو کومه خاصه غوښتنه ونه کړه ،بلکې د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر دکتنی نه وروسته یو بیانیه خپره کړې چی په کی ويل شوي و چې ولسمشر د نړیوالو ځواکونو څخه هیله کوي چی د کلیوو نه راووځي او خپلو پوځي اډو ته دی راستانه شي.

په عين وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني د یوې پوښتنی په ځواب کی وویل چی په افغانستان کی د یوه سیاسي حل نه په غیر هیڅ قسم روغه جوړه امکان نه لري.د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکي چی د پنجشنبی په ورځ د ښاغلی کرزي د دفتر مطبوعاتي بيانيي په کابل کی دیپلوماتان هک پک حیران کړل او دا انديښنه لري چی يو ځلی بيا به په افغانستان کې د امریکا ترنظامي مشرۍ لاندي د پوځي عملیاتو په اړه جنجال راپورته شي او د ښاغلي کرزي او دهغه د خارجي ملاتړ کوونکو ترمنځ به خپل منځني باور او اعتماد له منځه ولاړ شي.

واشنگټن پوست لیکي چی ښاغلي کرزي خپله مخکینۍ غوښتنه بيا تکرار کړه چی خارجي عسکر باید د شپې له خوا د خلکو په کورونو باندې د ورننوتلو او تلاشیو نه ډډه وکړي، خو آمریکایی قوماندانان د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو د نیولو او وژلو لپاره د شپی په عملیاتو باندی زياته اتکا کوي.

ورځپاڼه وایې که د ښاغلي کرزي خبره يي ومنله نو ډير امکان موجود دی چی امریکایی ځواکونه به په افغانستان کی د هغسی ستونزو سره مخ شي، لکه چی په عراق کی ورسره مخ شول. خو ورځپاڼه وايي چی دعراق په پرتله د افغانستان وضع ډيره پیچلې او خطرناکه ده او که د اطرافو نه زر ووتل نو احتمالي خطرونه به یی هم زیات وي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي کرزي پخوا هم دغه شان غوښتنی کړی وی خو نړیوالی ټولنی پری خپل غوږونه کاڼه کړل .واشنگټن پوست وایې کوم پلان چی وړم کال امریکا د افغانستان نه د خپلو عسکرو د ویستلوو په منظور اعلان کړی ، څو ځلي يي بدلونونه په کې رواستل.

واشنگټن پوست د امریکا او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو ځنډيدو ته په اشاره وایې کومه موافقه چې د امریکایې مامورانو او د طالبانو د رهبر ملا محمد عمر د یوه نژدې همکار سید طیب آغا ترمنځ د خبرو نه وروسته پروسږکال حاصله شوه، دواړو خواو منلی وه چی د يوه لويديځ ملک د يوه مامور د خوشي کولو په عوض کی به دگونتانامو د نظامي محبس نه پنځه تنه طالب قيديان قطر ته وليږي ، چی تر اوسه يي عملی بڼه غوره نه کړه. ورځپاڼه لیکي چی د آمریکایی مامورانو په غوښتنه يي ددغه مامور په اړه د نورو تفصيلات د ذکر کولو نه ډډه کړی.د واشنگټن ورځپاڼه ديوه لوړ پوړي امریکايي مامور له قوله ليکي چی د طالبانو بله غوښتنه دا وه چي هغوي يواځي په اصطلاح خارجي يرغلگرو سره خبري کول غواړي خو اوس يي په مونږ باندی هم انتقادونه وکړل.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي هم د افغانستان په اړه په کابل او ابوظبی کي د خپلو خبريالانو ريپوټونه چاپ کړي او ليکي چي د خبرو نه د طالبانو انکاراو کومه غوښتنه چي ولسمشر حامد کرزي کړې، د اوباما د اداری هغه پلان د سختو ستونزو سره مخ کړی چي په سمه توگه يي د افغانستان نه د وتلو لپاره په پام کي نيولی.

نيويارک ټايمز د يوه امریکايي کارپوه سټيفن بيډل له قوله ليکي که امریکايي عسکر مخکي ووځي، گومان نه کوي چی د افغانستان ملي اردو به په ټول ملک کي د امنيت د ساتلو توان ولري ځکه چي په نامه خو ملي پوځ ١٥٨ محاربوي کنډکونه لري خو په اصل کي يي صرف يو کنډک د امریکايي ځواکونو دملاتړ نه په غير پوځي عملیات کول شي او بس. ورځپاڼه لیکي دغه آمریکایې کارپوه د تیرو څلور کلونو څخه دافغانستان د ملي پوځ په اړه دواشنگټن د بروکنگز انسټیټیوټ لپاره معلومات راټولوي. ورځپانه وایې چې د امریکا ددفاع دوزارت په یو تازه راپورکی هم داخبره منل شوی چی د افغانستان د ملي اردو د عسکرو ٧٥ فيصده پوځيان دعلمياتو پر وخت د خارجي ځواکونو ملاتړ ته اړدي او په نژدی راتلونکی کی به هم ورته اړ وي.