د پاکستان پوځ وايي پنځه تنه عسکر او څلور تنه ملکیان د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د واورې د طوفان له کبله مړه شویدي.
پوځ په یو بیان کې ویلي دغه پیښه پرون د جمعې په ورځ د همالیې دغرنۍ سیمې کشمیر د سر درې په علاقې کې شوې ده.
بیان وايي د نهو تنو مړي چې ټول پاکستانیان دي، د واورو د لاندې نه را ایستل شویدی. د ژغورنې عملیات ادامه لري چې پاتې نور ورک کسان هم وژغوري.
پوځ په دې باره کې نور معلومات نه دي ورکړي. د پوځ نور چارواکي وايي دغو کسانو چې مړه شویدي پیاده مزل واهه او د ژغورنې ځینی کسان هم د دویم برف کوچ لاندې شوي.
په کشمیر کې چې د پاکستان او هند تر منځ ویشل شویدی، تل د واورې طوفان او برف کوچونه راځي.
د اپریل په میاشتې کې د پاکستان د کنترول لاندې د کشیمر د سیاچین په سیمه کې چې یو کنگل سیمه ده، د واورې طوفان 140کسه وژلي وو چې 129 کسه په کې عسکر وو.