د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه اکټوبر ۹ مه اعلان وکړ چې د ټروت سوشل شبکې یوه جګپوړې سلاکاره، کتي زکریا به د سپینې ماڼۍ نوې ویانده وي.
میرمن زکریا به د پخوانۍ ویاندې کارولاین لیوټ ځای ناستې شي. لیوټ د شخصي ستونزو له کبله د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د سپینې ماڼۍ له ویاندویۍ څخه د استعفا اعلان وکړ.
جمهور رئیس ټرمپ د ټروت سوشل په شبکې کې د نوې ویاندې اعلان کړی او لیکلي یې دي چې کتي زکریا په اصل کې د کلفورنیا ایالت اوسیدونکې ده چې د کورني امنیت په وزارت کې د عامه اړیکو په چارو کې د مرستیالې معاونې په توګه یې هم دنده کړې.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه لیکلي چې میرمن زکریا په یو شمیر امریکایي مطبوعاتو کې وخت ناوخته تبصرې کړې او وکیله هم ده.
د ټرمپ په وینا میرمن زکریا د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې هم کار کړی او په یو شمیر هغو ایالتونو کې یې مهم نقش درلود چې کله پکې جمهوري غوښتونکي او کله دیموکراتان ګټونکي کیږي.
پخپله کتي زکریا هم د جمهور رئیس ټرمپ څخه مننه کړې چې دا یې د ویاندې په توګه ټاکلې او دا یې د خپل ځان لپاره "ستر امتیاز" بللی او ویلي یې دي چې د کار لومړۍ ورځ به یې همدا راتلونکې دوشنبه اګټوبر ۱۲ مه وي.