خلیلزاد د سولې د نورو ګامونو پر سرمشورې لپاره واشنګټن ته ستون شوی

د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو د اتم پړاو په ترڅ کې دواړو خواو د نهو ورځو لپاره د هوکړې په جزئیاتو بحثونه وکړل.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د وسله والو طالبانو سره د سولې د هوکړې د جزئیاتو پر سر د خبرو د اتم پړاو تخنیکي بحثونه، چې تیره ورځ پای ته ورسیدل ډیر ګټور بللي دي.

ښاغلي خلیلزاد تیره ورځ ناوخته ( زمري ۲۱ مه) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د سولې په برخه کې د نورو اقداماتو پر سر د سلا مشورو لپاره واشنګټن ته په لاره دی.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د هوکړې پر سر د خبرو اتم پړاو د زمري د میاشتې په ۱۲ مه ورځ پیل شوی وو، چې تیره ورځ سهار وختي پای ته ورسید.

طالبانو هم د اتم پړاو خبرې ډیرې ګټورې بللي او ویلي دي، چې دواړو خواو موافقه کړې، چې د سولې د هوکړې په برخه کې د نورو ګامونو د پورته کولو لپاره خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.

تراوسه د دواړو خواو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره کومه ڼیټه نه ده اعلان شوې، خو تمه کیږي، چې دواړه خواوې به د اختر د رخصتیو وروسته بیرته په دوحه کې خبرو سره کښیني.

د امریکايي او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د هوکړې په هکله د خبرو لړۍ په داسې حال کې اوږده شوې، چې دمخه د لوی اختر وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې ته د رسیدلو تمه کیدله.

افغان حکومت وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې وروستۍ متن ورسره نه دی شریک شوی، خو د اتم پړاو د پیل وړاندې زلمي خلیلزاد ورسره د هوکړې د ټولو پړاونو په باب سلامشورې کړي دي.

افغان حکومت وايي، د سولې د هڅو سره سره په افغانستان کې د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره هم پوره چمتوالی لري.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې په څرګنده وویل، چې د ملي یووالي د حکومت د قانوني دورې پای ته رسیدلو ته کمې ورځې پاتې دي او اوسنی حکومت د سولې د هوکړې په اړه پریکړه نشي کولی.

ښاغلي غني وویل، چې د سولې د هوکړې لپاره ټاکنې ضروري دي.

همداشان ښاغلي غني وویل، سوله قاطیعت غواړي نو ځکه صلاحیت ته اړتیا ده.

ښاغلي غني وویل " مونږ له ولس څخه هرڅوک، چې انتخابوي دا د ولس حق دی، اما خپل راتلوونکي ولسمشر ته دا ولس واک ورکړي، چې د افغانستان سخت تصامیم په قوت او عزت سره ونیسي، ترسره او پلي یې کړي، بې له دې څخه څنګه سولې ته لاړ شو".

په افغانستان کې د سولې د بهیر د ګړندې کیدو سره سم د جمهوري ریاست ټاکنیزې سیالۍ هم د زمري په شپږمه پیل شوي، خو ټاکنیزې سیالۍ هم تر ډیره د سولې د هوڅو تر اغیز لاندې راغلي دي.

د جمهوري ریاست د ۱۸ نوماندانو څخه یوازې د ګوتو په شمیر نوماندانو، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کې شامل دي، تراوسه خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړي دي.