د چارلي کرک د قاتل د لټون دوام؛ ټرمپ د "امریکا د یوې تیاره شیبې" دپاره ویرجن دی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د مشهور سیاسي فعال او د هغه د متحد، چارلي کرک وژنه د "امریکا لپاره یوه تیاره شیبه" ده او څرګنده یې کړه چې هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د یوتا ایالت د ېوتا وېلي پوهنتون کې د "وحشیانه وژنې" له کبله له غم او غوسې ډک دی.

ټرمپ د امریکا په سیاسي ډګر کې د کرک د ونډې ستاینه وکړه.

ټرمپ د چهارشنبې په شپه په یوه ویډیو پیغام کې وویل: "چارلي کرک په ټول هیواد کې سفر وکړ، په خوښۍ سره یې يه صادقانه او سالم بحث کې د هر هغه چا سره ګډون وکړ چې د ښه نیت بحث ته یې لیوالتیا لرله. د هغه ماموریت دا و چې ځوانان سیاسي بهیر ته راولي – هغه [دا کار] تر بل هر چا ښه ترسره کړ څو د هیواد سره خپله مینه شریکه کړي او د ټول هیواد په پوهنتونونو کې عاقلانه خبرې په ساده ټکیو کې خپرې کړي."

پر ډونالډ ټرمپ، پخپله تېر کال د جولای او سپتمبر میاشتو کې په پنسلوانیا او فلوریډا کې دوه جلا جلا بریدونه وشول چې سیاسي بیانونه یې د دې بریدونو لامل وبلل او ژمنه یې وکړه چې د کرک د وژلو مسؤلین به پیدا کړي.

د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، مرستیال ولسمشر جې دي وینس په نیویارک کې د ۹/۱۱ په یادګار کې خپل پلان شوی ګډون لغوه کړی او د یوتاه د سالټ لیک ښار ته به سفر وکړي ترڅو د ۳۱ کلن فعال له کورنۍ سره وګوري.

د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، مرستیال ولسمشر جي ډي وینس په نیویارک کې د سپتمبر د ۱۱مې د یادغونډې په مراسمو کې خپل پلان شوی سفر لغوه کړی ترڅو د ۳۱ کلن سیاسیي فعال، چارلي کرک د کورنۍ لیدو لپاره سالټ لیک ښار ته سفر وکړي.

لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ ویلي چې د چارلي کرک دوه ماشومان به د خپل پلار د غږ اوریدو او د یادونو پرځای کیسې، د هغه د اصلي موسکا پرځای د عکسونو، او چوپتیا سره لوی شي.

سره له دې چې، د کرک د قاتل لټون روان دی، د امریکا د فدرالي تحقیقاتود ادارې یا اف بي آې رییس کاش پټیل د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو سړی یې د دغه وحشتناکه برید په تړاو نیولی دی خو وروسته یې وویل چې شکمن کس د چارواکو لخوا د پوښتنو وروسته خوشې شوی دی.

اف بي آی د ډزو په اړه د معلوماتو لپاره یو دیجیتلي لیکه پرانستلې ده او له خلکو یې غوښتي چې د پيښې په تړاو چې هر ډول مالومات لري دې ادارې سره یې شریک کړي.

د امریکا مرستیال لوی څارنوال ټوډ بلانچ وویل چې د عدلیې وزارت په فعاله توګه د دې "وحشي عمل" په اړه څېړنه کوي.

تازه موندنې: د چارلي کرک د وژلو وسله وموندل شوه

په یوتا کې د قانون د تنفیذ چارواکو وویل چې دوی هغه وسله موندلې ده چې ګومان کیږي د چهارشنبې په ورځ د مشهور سیاسي فعال او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحد، چارلي کرک د وژنې لپاره کارول شوې وه.

چارواکو دا هم وویل چې دوی د کس ښه ویډیوي تصویرونه لري او له ډزو مخکې او وروسته یې د کس حرکتونه تعقیب کړي دي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آی ځانګړي مامور، رابر بولز، د پنجشنبې په ورځ د سالټ لیک سیتي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل."موږ هغه څه ترلاسه کړي چې باور لرو هغه وسله ده چې د پرون ورځې په ډزو کې کارول شوې وه، دا قوي او دقیق ویشتونکی ټوپک دی."

هغه وويل: "ټوپک په هغه ځنګلي سیمه کې موندل شوی چیرې چې ډزې کوونکی تښتیدلی و. د FBI لابراتوار به یې تحلیل کړي."

هغه یادونه وکړه چې پلټونکو د تحلیل لپاره د قاتل څخه د بوټونو، د ګوتو او لاسونو نښې هم راټولې کړې دي.

د یوتا ایالت د عامه خوندیتوب کمیشنر بیو میسن، چې د تحقیقاتو په اړه یې نور جزئیات وړاندې کول، وویل چې چارواکو تعقیب کړی چې کس څنګه حرکت کاوه.

هغه وويل: "موږ د دې کس ښه ویډیوي تصویرونه لرو؛ خو دا مهال د خپرولو پلان یې نه لرو. هغه وویل "موږ د ځینو ټیکنالوژیو او د دې کس د پیژندلو لپاره د ځینو لارو چارو کار اخلو. "

چارواکو وویل چې دوی د تحقیقاتو په اړه له ۱۳۰ څخه زیاتې نښې نښانې ترلاسه کړي دي.

چارلي کرک څوک و؟

چارلي کرک، چې د چهارشنبې په ورځ ۳۱ کلنۍ کې په ډزو ووژل شو، د "ټرننګ پوینت یو اس اې" بنسټ‌ ايښودونکی و، چې یوه غیرانتفاعي اداره ده او د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه د سیاسي بحثونو ملاتړ کوي.

کرک د محافظه‌کاره ځوان فعال په توګه د خلکو پام ځان ته واړاوه، او وروسته د یوه نامتو پوډکاسټ جوړونکي، راډیويي خپرونې کوربه، لیکوال، او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نږدې متحد په توګه وپېژندل شو.

هغه د یو څرګند سیاسي غږ په توګه پېژندل کېده، چې د امریکا په پوهنتونونو کې یې زده‌کوونکي هڅول. کله چې د چهارشنبې په ورځ په "یوټا ولی پوهنتون" کې وویشتل شو، هغه د "د امریکا د بیا را ستنولو سفر" په نوم د هېواد په کچه د پوهنتونونو د لیدنې لړۍ پیلوله.

کرک خپل ځان "د انجیل د کتاب عیسوی"، "محافظه‌کار"، "د ټرمپ ملاتړی" او "جمهوري پاله" بللو او د جنسیت، نژاد، او سیاست په اړه به یې خبرې کولې. هغه به هغو پوهنتونونو ته سفرونه کول چې د لیبرال ایدیالوژۍ په لور یې تمایل درلود او له زده‌کوونکو سره پر مخامخ خبرو او مناظرو بوخت و.

کرک د "اریکا فرانتزوه" سره واده کړی و چې د پآد کست له لارې یې خپرونې لرلې او دوی دوه واړه ماشومان لري.

ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر خپل "ټرُوټ سوشیل" پاڼه کرک وستایه، چې د ۲۰۱۶ کال د کمپاین پر مهال یې غیر رسمي سلاکار و، او وروسته د ټرمپ نږدې باوري کس شو. ټرمپ ولیکل: “هغه د ټولو له خوا، په ځانګړې توګه زما له خوا، ستایل شوی و – او اوس زموږ تر منځ نشته.”

کرک د ۲۰۱۶ د کمپاین پر مهال د ټرمپ کلک ملاتړی و، او د هغه بنسټ "Turning Point USA" د ۲۰۲۴ انتخاباتو لپاره د رایو په هڅو کې مهم رول درلود.