ناټو او افغان قواوو په کندز کې پراخ عملیات کړي

ناټو او افغان قواوو په کندز کې پراخ عملیات کړي

د کندوز د ارچي په ولسوالۍ کې د دولت اته کسه مخالف وژل شوي.

راپور: ګل رحیم نیازمن

د کندوز ولایت د ارچي په ولسوالۍ کې د ناټو قواو په عملیاتو کې د دولت اته تنه مخالفین وژل شوي او یو شمیر ژوندي نیول شوي دي.

د کندوز د امنیت امر عبدالرحمن اقتاش مطبوعاتو ته ددغو عملیاتو په اړه وویل:

"تیره شپه په ارچي د ناټو قواو له خوا په عملیاتو کې د ملا جنت په نامه یو تن د طالبانو قوماندان او اته تنه نور وژل شوي دي"

د پولیسو او ناټو قواو له خوا د کندوز د چاردرې ولسوالي او ګورتیپه په بشپړه توګه تر ولکې لاندې راوستل شوه.

چاردره او گورتیپه هغه سیمې دي چې درې کاله د دولت د مخالفو طالبانو په ولکه کې وې.

نن له ماسپښین وروسته یوه ډله ژورنالیستان د ګورتیپې سیمې ته لاړل او له نږدې څخه یې د خلکو حالات وکتل.

د ګورتیپې د سرک پر غاړه ولاړې ونې د ماینونو په چاودنو کې له منځه تللي او ځینې نورې ونې د بمونو لوګو تورې کړي دي ،دغه سرک دوه ورځې وړاندې د ناټو قواو له خوا له ماینونو پاکړل شو، ، د سیمې خلکو له دولتي قواو څخه د ملاتړ یادونه کوله، ګورتیپه په کندوز کې د طالبانو قوي مرکز ګڼل کیده، خو اوس په دغه سیمه کې دولتي قواوې د نظامي مرکزونو د جوړولو په هڅه کې دي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرحمن اقتاش د ګورتیپې د لرخاو په سیمه کې مطبوعاتو ته داسې وویل: "د ګورتیپې ټوله سیمه او د چاردرې ولسوالۍ په بشپړه توګه د پولیسو په ولکه کې راغلي، په دغو سیمو کې په ځنګلونو کې د دولت په مخالفینو پسې پلټنې روانې دي، په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو او دولتي قواو ته تلفات نه دي وراوښتي"

د ګورتیپې دوه تنه اوسیدونکي د خپلې سیمې په اړه داسې وایي: "له دوه ورځو راپه دیخوا امنیت تامین دی، سرک خوشې شو دا دوه ورځې کیږي بازار ته ازاد تګ راتګ کوو، او له دولت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه لرو، زمونږ سرک باید قیر کړي، پخوا د عملیاتو نه تنګ وو د شپې به یې د دوه کلیو خلک راټول کړل یو شمیر به یې ونیول او نور به یې خوشې کړل"

پخوا د ګورتیپې زراعتي ځمکو ښه حاصلات ورکول خو اوس د ګورتیپې په سیمه کې په زراعتي ځمکو کې فصلونه نه لیدل کیده، د څو کلیو په بازارونو کې یواځې یو یا دوه دوکانونه پرانستي لیدل کیده، خو ددغې سیمې په دوکانونو کې ایښودل شوي مواد څو برابره قیمته پلورل کیده، چې علت یې د سیمې د سرک خرابوالې او ښار ته د خلکو لږ تګ راتګ بلل کیږي.