د 'طلايي بوټ' ګټلو لپاره امباپې او میسي مساوي شول؛ فرانسه کوارټرفاینل ته ووته

فرانسې د شنبې په ورځ (جولای ۴) د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې پاراګوای ته د صفر په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړه او کوارټرفاینل ته ووته.

دا لوبه د امریکا په ختیځ ساحل کې د فلاډلفیا په ښار کې وشوه چیرې چې د تیرو څو ورځو راهیسې د ګرمۍ سخته څپه خپره ده او تودوخه د فارنهایټ په کچه ۱۰۰ درجو ته رسېدلې ده.

په لوبه کې فرانسې پنالټي هغه مهال ترلاسه کړه چې بدیل لوبغاړي ډیزیر دویه د جریمې ساحې ته په ښکلي انفرادي حرکت ننوت. امباپې د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې دا پنالټي په ګول بدله کړه.

امباپې له دې ګول سره، د ۲۰۲۶ نړیوال جام د «طلایي بوټ» د ګټلو لپاره ځان له ارجنټایني لیونل میسي سره برابر کړ. دواړو په روان نړیوال جام کې اووه – اووه ګولونه وهلي دي.

په نړیوالو جامونو کې لیونل میسي تراوسه ۲۰ ګولونه وهلي دي او د امباپې د ټولو ګولونو شمېر نن ۱۹ ته ورسید.

فرانسه به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ماساچوسټ ایالت د فاکسبورو په ښار کې له مراکش سره د کوارټر فاینل لوبه وکړي.

دغه دواړه هېوادونه د ۲۰۲۲ نړیوال جام په نیمه پایلوبې کې له یو بل سره مخامخ شوي وو. په هغه لوبه کې فرانسې مراکش ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.