نړیوال جام کې د ایران د وړاندې تګ هیلې پای ته ورسېدې

د الجزایر لوبغاړي له اتریش سره د لوبې مساوي پای ته رسولو وروسته، حذفي پړاو ته خپل تګ نمانځي.

د فوټبال نړیوال جام کې له ناندریو ډکې یوې لوبې په پایله کې، د ایران هغه هیلې پای ته ورسېدې چې ښايي د جام بل پړاو ته لاره ومومي.

د متحدو ایالتونو په کنساس ښار کې د شنبې په ورځ (جون ۲۷)، اتریش له الجزایر سره لوبه په وروستیو شیبو کې د یو ګول په وهلو سره ۳-۳ مساوي کړه او دې نتیجې ایران د اتو غوره درېیم مقام لرونکو لوبډلو له کتار څخه بهر پرېښود.

ایران د جمعې په ورځ په G ګروپ کې له مصر سره لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسوله او انتظار یې کاوه چې وګوري ایا درې امتیازه به یې د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو لپاره بسنه وکړي که نه.

ایران له دې وړاندې هم یو لویه ناهیلي تجربه کړې وه، کله چې د مصر پر وړاندې په اضافي وخت کې د بریا ګول د افسایډ له امله رد شو.

له همدې کبله ایران هیله لرله چې د ګروپي پړاو په نورو لوبو کې پایلې د دوی په ګټه تمامې شي. د شنبې په ورځ د څو دقیقو لپاره داسې ښکاره کېده چې ایران به بل پړاو ته ووځي، ځکه الجزایر په اضافي وخت کې ګول وواهه او د اتریش پر وړاندې یې ۳-۲ مخکښي ترلاسه کړه.

خو اتریش په وروستیو ثانیو کې د ګول په وهلو سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه. دې پایلې دواړه لوبډلې بل پړاو ته ورسولې او ایران یې له حذفي پړاو څخه بې‌برخې کړ.

دا اووم نړیوال جام دی چې ایران پکې ګډون کوي او هیڅکله له ګروپي پړاو څخه وړاندې ندی تللی.

په روان نړیوال جام کې، ایران په ګروپي پړاو کې له بلجیم، نیوزیلنډ او مصر سره لوبې مساوي پای ته ورسولې.