د لبنان او اسرائیل مرکچي پلاوي د امریکا په منځګړیتوب د سهشنبې په ورځ د اګست ۴مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د خبرو اووم پړاو پیل کړ، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د چوکاټ د هوکړې عملي کول دي.
دا خبرې له هغې هوکړې وروسته کېږي چې دواړو لوریو د جون په میاشت کې تر پنځو پړاوونو خبرو وروسته پرې موافقه کړې وه. د هوکړې له مخې، اسرائیل باید په تدریجي ډول د لبنان له جنوب څخه ووځي او لبناني پوځ به په هغو سیمو کې ځای پر ځای کېږي.
د هوکړې یوه مهمه برخه د حزبالله بېوسلې کول دي. ټاکل شوې چې د اسرائیلي ځواکونو وتل او د لبناني پوځ ځای پر ځای کېدل په لومړي سر کې په ځینو «امتحاني سیمو» کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوي به په روم کې د چوکاټ د هوکړې د بشپړ عملي کېدو پر چټکتیا تمرکز وکړي.
خو په بیروت کې د امریکا سفیر میشل عیسی خبرداری ورکړی چې د امتحاني سیمو د عملي کولو لپاره باید بېړه ونه شي، ځکه د ده په وینا، بېړه ښايي د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړي. هغه له دواړو لوریو غوښتي چې تر راتلونکي پړاو مخکې پر یوې روښانه او عملي لارې هوکړه وکړي.
بل لور ته، د حزبالله مشر نعیم قاسم د لبنان د ولسمشر جوزف عون او په روم کې د روانو مذاکراتو سخت مخالفت کړی دی. قاسم ویلي چې دا به د لبنان لپاره له «ننګ او ذلت» پرته بله پایله ونه لري او د عون اقدامات یې یو اړخیز بللي دي.
د لبنان او اسرائیل د خبرو پر وړاندې یوه مهمه ننګونه د حزبالله مخالفت دی. دغه ډله د اسرائیل او لبنان د مستقیمو مذاکراتو سخت مخالفت کوي.
د روانې هوکړې له مخې، اسرائیل تر اوسه د لبنان له جنوب څخه له درېیو سیمو د خپلو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې او تمه ده چې په راتلونکو پړاوونو کې نورې سیمې هم د «امتحاني سیمو» په توګه د کنترول لپاره د لبنان پوځ ته وسپارل شي.