د لیبیا د ملي ثبات حکومت چې ددې هیواد په ختیځه سیمه کې واک لري، اعلان کړی چې د افغانستان او ایران اتباع به نور د دغه هېواد خاورې ته د ځمکې، هوا او سمندر له لارو د ننوتلو اجازه ونه لري.
حکومت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت به د دې پرېکړې د عملي کولو مسؤلیت ولري. د اعلامیې له مخې، هغه افغانان او ایرانیان چې د استوګنې معتبر جواز ونه لري، له هېواده به وایستل شي.
خو د دغه بندیز ځینې استثناوې شته. د حکومت په وینا، د منل شویو ډیپلوماتیکو او قونسلګریزو ماموریتونو غړي او د هغوی د کورنیو غړي، همدارنګه په طبي او ښوونیزو برخو کې کارکوونکي، په دې شرط له بندیزه مستثنا دي چې د کار رسمي اجازه ولري.
دا پرېکړه د لیبیا د ختیځې ادارې د هغو محدودیتونو دوام دی چې د روان کال په جون کې یې د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا پر اتباعو لګولي وو.
لیبیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې، چې پخوانی واکمن معمر قذافي د ناټو په ملاتړ د پاڅون پر مهال له واکه لرې شو، د اروپا پر لور د مدیترانې سمندر له لارې د کډوالو د تګ یوه مهمه ترانزیټي لاره پاتې شوې ده.
دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال راهیسې د سیالو حکومتونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ وېشل شوی دی. د اسامه حماد په مشرۍ ختیځ حکومت د پوځي قوماندان خلیفه حفتر ملاتړ لري او د هېواد په ختیځ او د جنوب په پراخو سیمو واک چلوي.
په پلازمېنه طرابلس کې بیا د عبدالحمید دبیبه په مشرۍ نړیوال منل شوی حکومت فعالیت کوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بهیر له لارې واک ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د جون د میاشتې د معلوماتو له مخې، په لیبیا کې تر ۹۰۰ زرو ډېر کډوال مېشت دي.