د یونان په پلازمېنه اتن کې د جمعې په شپه (اګست۲۸) په لومړیو ساعتونو کې د سپوږمۍ جزوي تندر نیول (خسوف) ولیدل شول.
سپوږمۍ چې د لویدیځ افق پر لور ښکته کېده، د ځمکې سیوری یې یوه برخه پټوله او په تدریجي ډول تیاره شوه، چې تندر نیول بلل کېږي.
د جزوي خسوف پړاو د ګرینویچ پر وخت د سهار په دوو بجو او ۳۳ دقیقې پیل شو. د ځمکې سیوري ورو ورو د سپوږمۍ پر مخ حپور شو.
د سپوږمۍ او ځمکې د حرکاتو دا پورې شېبه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د خلکو لپاره یوه په زړه پورې ننداره وه.
په اتن کې د خسوف تر ټولو د لیدو وړ پړاو شاوخوا د سهار په ۳ بجې او ۵۰ دقیقو کې و، چې په دغه وخت کې د سپوږمۍ نږدې ۸۴ سلنه برخه د ځمکې تر سیوري لاندې راغلې وه.
خو د اتن اوسېدونکو ونه شو کولای چې د خسوف اعظمي پړاو وویني، د اتن د څار د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، د خسوف د بشپړ او اعظمي پړاو له رارسېدو مخکې سپوږمۍ له نظره پناه شوه.
د اګست په میاشت کې بشپړه سپوږمۍ په دودیز ډول د (سټرجن سپوږمۍ) په نوم هم یادېږي. د ناسا په وینا، دا نوم د شمالي امریکا د لویو جهیلونو له موسمي دورې سره تړاو لري.