مادورو به د مخدره توکو د ترهګرۍ په تورونو محاکمه شي

د امریکا پّ جنګي بیړۍ (ایو جیما) کې د وینزویلا ګوښه شوی ولسمشر، نیکولاس مادورو

ټاکل شوې د وینزویلا ګوښه شوی ولسمشر نیکولاس مادورو د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۵مه د مخدره توکو د ترهګرۍ اړوندو تورونو په تړاو د نیویارک یوې محکمې ته حاضر کړای شي.

امریکایي څانګړو ځواکونو د شنبې په ورځ د عملیاتو په ترڅ کې مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلوریس ونیول او د امریکا نیویارک ته یې انتقال کړل.

دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه ادارې مادورو د "یو فاسد او غیرقانوني حکومت په مشري کولو" تورن کړ چې د لسیزو راهیسې یې د مخدره توکو د قاچاق په ګډون د غیرقانوني فعالیتونو د ساتنې او هڅولو لپاره دولتي ځواک کارولی دی.

ټاکل شوي چې مادورو او د هغه مېرمن، سیلیا فلورېس، د نیویارک د سوېلي حوزې په فدرالي محکمه کې هماغه ځای چې پر دوی تورونه لګېدلي دي، د قاضي مخې ته حاضر شي.

د امریکا لویې څارنوالې پام بانډي د اېکس پر ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې لیکلي چې دوی به «د مخدره توکو د ترهګرۍ، د کوکاینو د واردولو، د ماشینداره وسلې او ویجاړوونکو وسایلو په درلودلو، او د امریکا پر ضد د ماشیندارو وسلو او ویجاړوونکو وسایلو په لرلو د تورونو سره مخ شي.

مادورو د خپلې مېرمنې، زوی او درېیو نورو کسانو سره یو ځای پدې تورن دی چې د نشه‌يي توکو له کارتلونو سره یې همکاري کړې څو د فېنټانېل او کوکاین په ګډون زرګونه ټنه مخدره توکي امریکا ته ولېږدوي.

د حقوقي کارپوهانو په وینا، که هغه مجرم وپېژندل شي، ښايي د عمر قید سزا ورکړل شي.

په نوي تور کې ویل شوي چې مادورو "په نړۍ کې د ځینو ډیرو متشددو او پیژندل شویو مخدره توکو قاچاق وړونکو او د مخدره توکو ترهګرو" سره همکاري کړې ترڅو متحدو ایالتونو ته کوکاین قاچاق کړي.

مادورو او د هغه څو نږدې ملګري تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په یوه محکمه کې د فدرالي تورونو تورن شوي وو چې پکې د مخدره توکو ترهګري او د کوکاینو د واردولو دسیسه شامله وه.