د ۲۰۲۲ کال مهمې پیښې

جنوري ۲۰۲۲، په قزاقستان کې د تیلو د بیو د لوړیدو په اعتراض کې پراخې مظاهرې؛ سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د یوې  اونۍ لاریونونو په ترڅ کې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه لاریون کوونکي نیول شوي دي.

فبروري ۲۰۲۲، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل وروسته اوکرایني ځواکونو په پایتخت کیف کې سنګر نیولی.

مارچ ۲۰۲۲، د نړۍ ډیرو هېوادونو د ماسک تړل، اجتماعي فاصله، پر راټولېدلو بندیز او داسې نور ځینې هغه محدودیتونه ختم کړل چې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره وضع شوي وو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، ددې ناروغۍ له امله په نړۍ کې د مړو شمېر ۶ میلیونو ته ورسېد.

اپریل ۲۰۲۲، د پاکستان پارلمان عمران خان د صدارت له څوکۍ څخه لرې کړ. هغه له دې پریکړې وروسته په ټول هېواد کې پراخ لاریونونه تنظیم کړل او په نومبر کې په پنجاب ایالت کې د یو لاریون پر مهال په وسله واله برید کې زخمي شو.

مۍ ۲۰۲۲، له جګړې تېښته؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، شاوخوا ۷ میلیونه اوکراینیان د اروپا مختلفو هېوادونو ته کډه شوي دي.

جون  ۲۰۲۲، د افغانستان په سهیل ختیځو ولایتونو کې د سختې زلزلې له امله شاوخوا زر کسانو ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونو نور بې کوره شول.

جولای ۲۰۲۲، پاکستان کې سختو سیلابونو ددغه هېواد  یو درېیمه برخه تر اوبو لاندې کړه او د پاکستان اقتصاد ته یې میلیاردونه ډالر زیان پېښ کړ.  

اګست ۲۰۲۲، تایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د رئیسي نانسي پلوسي له سفر وروسته، د امریکا او چین تر منځ ترینګلتیا زور واخیست.

سپتمبر ۲۰۲۲، په ایران کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني له نیول کېدو او د پولیسو په قید کې له مړینې وروسته، په ټول ایران کې د "ښځې، ژوند، آزادي" تر شعار لاندې د حکومت خلاف پراخې مظاهرې پیل شوې.

اکتوبر ۲۰۲۲، په بریتانیا کې د سیاسي او اقتصادي کړکېچ په لړ کې، لیز ترس ددغه هېواد د صدراعظمې په توګه له شپږ اونیو کار وروسته استعفا وکړه. په تصویر کې: مېرمن ترس له خپل خاوند او بچو سره د خپل کار په وروستۍ ورځ د صدارت ماڼۍ پرېږدي.  

نومبر ۲۰۲۲، د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هره میاشت په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه اړو کسانو سره مرسته کوي. د ملګرو ملتونو دې سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي په اوږدو کې د میلیونونو افغانانو ژوند په بشري مرستو پورې تړلی دی.

دسمبر ۲۰۲۲، په قطر کې د فوټبال نړیوال جام له ګټلو وروسته، د ارجنټاین ملي لوبډلې ته په پایتخت بونس آیرس کې تود هرکلی وویل شو.