په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د اشنا تلویزون سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل د بهرنیو ځواکونو له لورې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې کچه کمه شوی او د ناټو غړی هیوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د ملي ځواکونو روزنه او تجهیز ته دوام ورکړي.
مارک سیدویل چې په نژدې اونیو کې له خپلې دندې گوښه کیږي د افغانستان د روانو چارو په هکله څو مهمو ټکو ته اشاره کړې.