په زړه پورې تصویرونه
د په زړه پورې تصویرونو له ډلې څخه یو هم دا عکس دی چې د پاکستان د کالاش قبیلې ښځو په بمبوریت کلي کې ددې قبیلې لرغوني کالي اغوستي دي
اندونیزیایي لوبغاړې ریفدا د جنوبي اسیا په لوبو کې د هنري جمناستیک سیالۍ په ترڅ کې
د نیویارک د بوفالو په یو مارکیټ کې چیرته چې ډزې شوې وې، ماشومان سره لاس په لاس روان دي
د اردن د سیند په لویدیځه غاړه رام الله ښار کې د اسرائیل د تاسیس په ۷۴ کلیزه یو فلسطیني مظاهره کوونکی د اسرائیلي ځواکونو سره د اخ اړ ډب پر وخت
د اسپانیې په شمال لاس ډنسیلاس کې یوه ډله ډله نجونې د ناوې په سپینو کالیو کې پداسې حال کې چې سپین ګلان یې په لاس کې دي د سیمې په لرغونو مراسمو کې یې ګډون کړی
د انګلیستان د لیورپول ټیم لوبغاړی جوردن هیندرسن د ۲۰۲۲ د مۍ په ۱۴د بریتانیا د فوټبال د فدراسیون د کپ بریا نمانځي
په بنکاک کې د بودا د زیږد د کلیزې نمانځل
د فرانسې په کن کې د کن د فلمړنړ د فیستوال ۷۵ کلیزه ونمانځل شوه
د جرمني فرانکفورت ښار ته نژدې ویرهایم کلي کې ایسلیندي آسان د فصلي تمرینونو پر وخت
د اسپانیا د باسک په یو کلي کې جوکین ایزماندي د لرغونو تیږو د لیږدولو ریکارډ مات کړ. پخوانی ریکارډ هم همدې لوبغاړي ټینګ کړی و
د جرمني د فرانکفورت ښار په څنډه کې د بریښنا د ستنو تر شا د لمر ختلو ننداره