د ٢٠١٥ کال د می ٢٠
د نورو ټولنیزو مسلو تر څنگ د ماشومانو سخت کار یوه عمده ستونزه ده
د کابل په ښار کې د افغانستان د عدلیې وزارت ته نژدې د ځانمرگي برید وروسته یو امنیتي کارکوونکی د یوې ودانۍ د ماتې شوې کړککۍ څخه حالات څاري
د اندونیزیا د آچه جزیرې سواحلو ته یوه کب نیونکې بېړۍ چې روهینگایي کډوال په کې سپاره دي نژدې کیږي. په څو تیرو میاشتو کې د روهینگایي مسلمانې قبیلې په زرگونو پناه غوښتونکي په برما کې له تاوتریخوالي څخه د تیښتې په مقصد د اندونیزیا او مالیزیا لور ته مخه کړې ده
د چین د بیجینگ د تیانانمن په میدان کې د چیني پوځیانو رسم گذشت
یو روغتیایي مرستندویه د افریقایي پناه غوښتونکو یو ماشوم چې تازه د ایټالیا د سیسلي جزیرې سواحلو ته رارسیدلی په غیږ کې نیولی دی
د هند د احمد آباد په ښار کې یو هندي ماشوم له سختې گرمۍ نه په تیښتې ځان د یو ډنډ په یخو اوبو کې غوپه کړی دی
یو ډول ځانگړې مرغۍ چې د پیښه گرې مرغۍ په نامه شهرت لري د سپینې ماڼۍ د چت په غاړه پر یو شاهین باندې برید کوي
نیپالي زلزله ځپلو په کتمندو کې د ژغورنې په یو کمپ کې د خواړو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ دي
د چیلې د پوکون په ښار کې د ولاریکا د اورغورځونکي غره د اورغورځونې د ساحې ننداره
د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د سانتا باربارا د تیلو د انتقال د یو پایپ لاین سورې کیدو او د اوبو ککړتیا په وجه ساحلې سیمه د خلکو پر مخ تړل شوې ده
د اقلیم د بدلون په اړه د جي اوه ډلې هیوادونو د غونډې په درشل کې د چاپیریال ساتنې فعالینو ددغو اوه هیوادونو د مشرانو په څیر نقابونه اغوستي دي