د ورځې غوره انځورونه
د هند په بوپال کې یو راهب د بودا د مجسمې د مینځلو په حال کې.
د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري، د بوکو حرام له ډلې څخه د راتښتیدلې انجلۍ، آمنه علي د لیدو په حال کې. د بوکو حرام وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نایجیریا د یوه ښونځي له دوه سوو څخه ډیرې انجونې وتښتولې چې تر اوسه یوازې آمنه علي د هغو له بند څخه راتښتیدلې ده.
د فرانسې په پاریس ښار کې پولیس د هغه اعتراض کونکي د نیولو په حال کې چې د کار د قانون په وړاندې په یوه لاریون کې یې ګډون کړې وو.
د ایتالیا په ناپل ښار کې دوه کیلومتره پیتزا چې د ګینس د ریکاردونو په نړیوال کتاب کې د یوه نوي ریکارد د جوړولو په خاطر پخه شوې ده.
د جاپان په توکیو ښار کې د سافت بانک روباتیک شرکت رئیس د یوه نوي هوشیار روبات د ښودلو په حال کې.
د بلجیم د فلورن ښار په اسمان کې یوه F۱۶ جټ الوتکه د مانور په حال کې.
د هند په کلکته ښار کې د تي ام سي سیاسي ډلې پلویان د سیمیځو ټاکنو د ګټلو په خوشحالۍ کې.
د چین په هانشانګ ښار کې یوه له غباره ډکه ورځ.