د ورځې غوره انځورونه

د کالیفورنیا په ایالت کې د ناسا د یوه راکټ د تیلو ذخیره، د لاس انجلس ښار د ساینس مرکز ته د انتقال په حال کې.

د جرمني په هربورن ښار کې د پولیس افسرانو د فراغت د مراسمو یوه څڼډه.

د بنګلادیش په ډاکه ښار کې یو هلک د تشو پلاستیکي بوتلونو د وړلو په حال کې.

د بلجیم په بروکسل ښار کې د "زینک" په نامه د یوه فرهنګي جشن یو ګډونوال.

د یمن په صنعا ښار کې خلک د اتحاد د ورځې د لمانځلو په حال کې.

د سریلانکا په کولمبو ښار کې د بودا د زیږدنې د ورځې د مراسمو یوه څڼډه.

د اندونیزیا په جاوا جزیره کې د بودا د زیږدنې د ورځې د مراسمو یوه څڼډه.

غټه امریکايي چنګښه چې له ۶۰ مې میلادې لسیزې راهیسې نسل یې د ورکیدو په حال کې دی.