د ٢٠١٥ کال د می ٢٨

ټاکل شوې چې د بامیان ولایت تر یوې راتلونکې اونۍ پورې د سارک هیوادونو د فرهنگي مرکز په توگه اعلان شي.
 

عراق کی فورسز نے شدت پسند تنظیم داعش سے موصل شہر کے مغربی حصے کا قبضہ واگزار کروانے کے لیے کارروائی شروع کر دی ہے۔

د فلیپین په مرکز مانیلا کې خلک هغه له پولیسو سره ونښتل چې امنیتي ځواکونو په هغه ښار کې یوه بې نقشې سیمه ورانه کړه.

 

یو روسی سرتیری په ستاوروپول کې له مشق او تمرین دمخه د یوې سو ٢٥ جنگي جت الوتکې مهمات ازمایي.

په عراق کې شیعه ملیشې د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو تر څنگ د اسلامي دولت د ډلې د سخت دریځو پر ضد په جگړه بوخت دي

 

د "٣٠ میتري تلسکوپ" پروژه چې ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو د هاوایی ایالت د موناکیا په ښار کې جوړه شي، کار یې د اپریل د میاشتې له وروستیو راهیسې د سیمې د بومي اوسیدونکو د اعتراض په وجه ځنډیدلی دی

 

په بروندي کې د حکومت یو مخالف مظاهره کوونکی چې د هغه هیواد د ولسمشر گوښه کیدل غواړي خپله نیزه د پولیسو په لور په نښه کړې ده

 

د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت د ویمبرلي په ښار کې د سیلاب راوتلو خلکو ته ستر تاوانونه اړولي دي

 

یو اندونیزیایي کب نیونکی د جاوا جزیره په یو ساحل کې په اوبو کې گډ شوي خام تیل راټولوي. د تیلو د انتقال د یو پایپ لاین د سوري کیدو له امله شاو خوا ۱۴۰۰۰ لیتره نفت په ساحلي اوبو کې گډ شول

 

د اکوادور د ایزابلای په جزیره کې د گالاپاگوس په ملي پارک کې د "لیوه" په نامه د اورغورځوونکي غره خوله یو ځل بیا په اورغورځونه پیل کړی دی

 

یوه فلیپیني کورنۍ د هغه هیواد د کافیت په نامه ولایت کې د یو جهیل په تل کې گرځي. یو وخت دغه جهیل یو نیم هکتار مساحت درلود او ستره سیمه یې خړوبه کړې وه

 

یوه بېړۍ چې مهاجر یې لیږدول د یونان په ساحلي اوبو کې د افغانستان په گډون د جنوبي آسیا د هیوادونو یو شمیر پناه غوښتونکي له ایران څخه په تیریدو ترکیې ته انتقال کړي چې بیا به د اروپا په لور له خطر ډک سمندري سفر پیل کړي

 

دا هم د چین د بیجنگ په ښار کې د هندواڼو د کلني جشن په زړه پورې تصویر