د ورځې غوره انځورونه
د امریکا د ورجنیا ایالت د ارلنګټن ښار په قبرستان او د وژل شویو عسکرو د یادولو په ورځ، د متحده ایالتونو د بحري ځواکونو د یو وژل شوي عسکر میرمن او شپږ کلن زوی چې د هغه قبر ته راغلي دي.
د سريلانکا د ماتارا د سیلاب زپلې سیمې انځور چې د دغه هیواد هوايي ځواکونو کاږلی دی.
د ونزویلا په کاراکاس ښار کې د ولسمشر نیکلاس ماډورو د حکومت پر ضد د خلکو لاریون.
د پاکستان په اسلام آباد ښار کې خلک د لامبو په حال کې، چیرې چې د هوا تودوخه د سانتی ګرات په کچه ۳۸ درجو ته رسیدلې ده.
د کالیفورنیا ایالت د ګیټي سنتر په سیمه کې له اور وژنې وروسته د اطفائیې یو کارکونکی د اوبو ځښلو په حال کې.
د بنګلادیش د چیتاګونګ سیمه څخه خلک د کیښتۍ په مرسته د تیښتې په حال کې چې د ځمکې ښویدنې احتمال په کې موجود دی.
د متحده ایالتونو د پخواني او فقید ولسمشر جان اف کنیډي د زوکړې د سلمې کلیزې کیک چې د ماساچوست ایالت د باسټن ښار به هغه کتابتوتن کې جوړ کړل شوی چې د هغه په نامه یادیږي.
په چاپان کې یو نوی جوړ شوی ډرون چې د الوتلو په وخت کې تصویر هم ښه يي.