د ورځې غوره انځورونه

د جرمني د شونفلد ښار په نړیوال فضایي نندارتون کې د ایربس A400M الوتکه د الوتنې په حال کې.

د هند په کلکته ښار کې پولیس د هغو معترضینو د نیولو په حال کې چې د جنسي تیري په وړاندې یې د یوه لاریون په ترځ کې یو سړک د ترافیکو پر مخ تړلی و.

په کابل کې د داخلي بې ځایه شویو په یو کمپ کې ماشومان د لوبې په حال کې.

د سوریې په ادلب ښار کې د ژغورنې ډله له یوې ودانې څخه‌، چې څو شیبې وړاندې د روسي پوځونو په هوايي برید کې ویجاړه شوې ده، د یوه واړه ماشوم د ژغورنې په حال کې.

د تایلند په بنکاک ښار کې د وحشي ژوو د ژغورنې یوه ډله په یوه توریستي پارک کې د اور لګیدنې له کبله یو پړانګ بې هوښه کړی تر څو بلې سیمې ته یې ولږدوي.

د تاوروا په زړه شکله جزیره کې یوه ورزشکاره د سمندر په څپو د سپرلي د سیالۍ په لړ کې.

د هند د احمد آباد ښار د اوړي په یوې کرمه ورځ کې خلک له اوبو څخه د خپلو لوښو د ډکولو په حال کې چې دولتي ټانکر د هغو سیمې ته رواړي دي.

د چین په چونګ کینګ کې د ښونځي زدکونکي د ښامار د ګډا د تمرین په حال کې.

د جرمني په ینا ښار کې یو سیلانی د یوه هنري اثر د عکس اخیستلو په حال کې.