د ورځې غوره انځورونه

د کندهار ښار یو شمیر میرمنې چې د یوې مرستندویې ټولنې له خوا خوراکي توکي ورته ویشل شوي دي.

د سریلانکا په کولمبو ښار کې یوه سیلانۍ د بودا د مجسمو څخه د عکس اخیستلو په حال کې.

د بلجیم په مونس ښار کې د ناتو سازمان یو پوځي د قوماندې د مشر د بدلیدو په مراسمو کې د امریکا له بیرغ سره په پراشوت کې.

د لبنان په بیروت ښار کې یوه ښځه د هغه دیوال تر څنګ د تیریدو په حال کې چې انځور په کې کښل شوی دی.

په واتیکان کې ایتالیایی عیسویان د اونیز مذهبي مراسمو په لړ کې.

یو الماس چې ۱۱۰۹ قیراطه وزن لري د امریکا په نیویارک ښار کې نندارې ته ایښودل شوی دی.

په برازیل کې د المپیک مشال چې د یولیتي په نامه د یوه سیمیز قومي لږکي پورې تړلو ورزشکاران له خوا لیږدول کیږي.

Atlet panjat tebing Indonesia, Aries Susanti Rahayu (kiri) bersaing melawan rekan senegara, Puji Lestari dalam final nomor speed putri Asian Games 2018 di di Jakabaring Sport City, Palembang. Aries berhasil meraih emas dan Puji meraih perak, sementara perunggu diraih atlet putri China. 

له لمر ناستې وروسته د استرالیا د سدني ښار د تجارتي برخې انځور. په تیرو څو ورزو کې د دغه ښار هوا په غیر معمول توګه ګرمه شوې ده.

د کیوبا په هوانا ښار کې خلک د خپلو کورونو له کلکیو څخه د جامو د نندارې د لیدلو په حال کې چې د یوه جرمني دیزاینر له خوا په لاره اچول شوی دی.

د کیوبا په هوانا ښار کې موډلونه د هغو جامو د ښودلو په حال کې چې د فرانسوی شرکت شنل ډیزاین کړي دي.

د بریتانیا د شهزاده میرمن، کیت میدلتون، د هغه مصنوعی ښامار د لیدو په حال کې چې د لندن په جادوي باغ کې نندارې ته ایښودل شوی دی.

د تایوان په تایپي ښار کې د ستار وارز فلم یوه مینه وال د نوموړي فلم د یوه روبات جامې اغوستې دي.