ملانیا ټرمپ د روسیې او اوکراین جګړه کې له کورنۍ جلا شوی ۳۴م ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته ورساوه

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ میرمنې ملانیا ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال له خپلې کورنۍ څخه د یوه بل جلا شوي ماشوم د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړه.

په دې سره د هغو ماشومانو شمېر چې د نوموړې د هڅو له لارې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي، ۳۴ ته ورسېد.

د «برایت‌بارټ» د راپور له مخې، د ماشومانو د بېرته ستنېدو وروستۍ قضیه د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه، بشپړه شوه. دا د هغو هڅو په لړ کې شپږمه مرحله وه چې د امریکا لومړۍ مېرمنه یې له کورنیو څخه د جلا شویو ماشومانو د بېرته ستنولو او یو ځای کولو لپاره تعقیبوي.

مېرمن ټرمپ «برایت‌بارټ» ته په یوه بیان کې ویلي: «له اوږدې مودې جلاوالي وروسته د مور او ماشوم له بیا یوځای کېدو څخه هېڅ شی پیاوړی نه دی.»

هغې زیاته کړې چې پخپله هغه او استازي یې اوس پر دې تمرکز کوي چې د هغو کسانو د بېرته ستنېدو راتلونکې مرحله اسانه کړي چې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله له خپلو عزیزانو څخه جلا شوي دي.

دغې هڅې وروسته له هغې پیل شوې چې ملانیا ټرمپ تېر کال د اګست په میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو لیک واستاوه. دغه لیک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پوتین د لیدنې پر مهال په الاسکا کې چمتو شوی و او په جګړه کې د زیانمنو او له خپلو کورنیو څخه د جلا شویو ماشومانو موضوع یې مطرح کړې وه.

«برایت‌بارټ» وايي، لومړۍ مېرمن او د هغې رسمي استازي په دې برخه کې له پوتین، د هغه د ټیم له غړو او همداراز له لوړپوړو اوکرایني چارواکو سره مستقیمه همکاري کړې ده. د مېرمن ټرمپ استازي هم ویلي چې د کورنیو د نورو بېرته یوځای کېدو د اسانتیا لپاره له دواړو لورو سره خبرې په ښه نیت دوام لري.

د امریکا د لومړۍ مېرمنې فعالیتونه د ماشومانو په برخه کې یوازې د روسیې او اوکراین تر جګړې محدود نه دي. نوموړې په متحده ایالاتو کې هم د «Be Best» نوښت په چوکاټ کې تر سرپرستۍ لاندې ماشومانو ملاتړ کړی او د ولسمشر ټرمپ د «Fostering the Future» یا (د راتلونکې روزنې ) په نوم د اجرائیوي فرمان په رامنځته کېدو کې یې رول لوبولی دی.

مېرمن ټرمپ همداراز د روان کال په لومړیو Fostering the Future Together یا (په ګډه د راتلونکې روزنې ) په نوم د نړیوال ائتلاف د غونډې کوربه‌توب هم وکړ. په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو مېرمنې او د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو استازي راټول شول، څو په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته د زده‌کړو او ټکنالوژۍ د لاسرسي د پراخولو لپاره هڅې وکړي.