نړیوال جام؛ د ارجنټاین لومړنۍ لوبه او د ایران لوبې ته غبرګونونه

د فوټبال نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ (جون ۱۶) ارجنټاین له الجزایر سره د متحدو ایالتونو په کنساس ښار کې لوبه کوي.

ارجنټاین چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام یې ګټلی، د الجزایر سره د خپلې لوبې لپاره د یکشنبې په ورځ په کنساس ښار کې تمرینات ترسره کړل.

ارجنټاین یو له هغو لوبډلو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوال جام د بیا ګټلو پیاوړی چانس لري، او په دې ممکنه بري کې د ۳۸ کلن لوبډلمشر لیونل میسي رول ترټول مهم ګڼل کیږي.

د لیونل سکلوني تر روزنې لاندې د ارجنټاین لوبډلې د جنوبي امریکا د غوراوي په سیالیو کې لومړی مقام وګاټه او په دې اساس یې د سږکال نړیوال جام ته لاره وموندله، او اوس دا لوبډله په پرله‌پسې ډول د دوو نړیوالو جامونو د ګټلو نادره فرصت لري.

که ارجنټاین سږکال نړیوال جام وګټي، نو له ایټالیې او جرمنې وروسته به دریم هیواد شي چې څلور ځله یې د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

ارجنټاین او الجزایر په J ګروپ کې دي. ددې ګروپ په بله لوبه کې نن اتریش له اردن سره مخامخ کیږي.

د سه شنبې په نورو لوبو کې، په I ګروپ کې، فرانسه له سنیګال سره او عراق بیا له ناروي سره میدان ته ځي.

د دوشنبې په ورځ، په G ګروپ کې، بلجیم له مصر سره ۱-۱ مساوي شو، او ایران له نیوزیلنډ سره لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

د ایران د لوبې فضا

د ایران او نیوزیلنډ لوبه د کلیفورنیا په لاس انجلس کې وشوه، چیرې چې په زیات شمېر ایراني الاصله امریکایان اوسیږي.

ددې لوبې لیدلو ته له ۷۰ زرو څخه زیات نندارچیان ورغلي وو او په ترڅ کې یې د بېلابېلو وفاداریو او دریځونو غږونه اورېدل کېدل.

د ایران او نیوزیلنډ لوبه د لاس انجلس په سوفای لوبغالي کې وشوه.

ځینې نندارچیان په ایراني بیرغونو پوښلي وو او د ایران د ملي لوبډلې په ملاتړ یې شعارونه ورکول، خو نورو له دې فرصت څخه ګټه واخیسته ترڅو د ایران د رژیم سره خپل مخالفت څرګند کړي.

د لوبې په اوومه دقیقه کې، د نیوزیلنډ الایجه جسټ ګول وواهه. خو د لوبې په ۳۲مه دقیقه کې د ایران رامین رضاییان د نیوزیلنډ دروازه خلاصه کړه. او په دې توګه لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په ۵۵مه دقیقه کې الایجه جسټ د یو ښکلي پاس له ترلاسه کولو وروسته، خپل دویم ګول هم وواهه. خو د لوبې په ۶۴مه دقیقه کې ایراني مهاجم محمد محبي د سر په یوې ضربې سره دویم ځل لوبه مساوي کړه.

د دوشنبې په ورځ، په H ګروپ کې، د هسپانیا او کیپ ورډ سیالي ۰-۰ مساوي ختمه شوه او همدارنګه، سعودي عربستان له یوروګوای سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.