د مېسي نړیوال ریکارډ؛ ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام حذفي پړاو ته لاړ

د ارجنټاین لیونل میسي د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې د زیاتو ګولونو وهلو ریکارډ جوړ کړ.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې ارجنټاین د دوشنبې په ورځ (جون ۲۲) د J ګروپ په یوه سیالۍ کې اتریش ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او جام د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ورسید.

د ارجنټاین د لوبډلې ۳۸ کلن کپتان، لیونل مېسي چې د لوبې په پیل کې یې پنالټي ضایع کړه، وروسته دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو زیاتو ګولونو وهونکی شو.

مېسي ته د لوبې په لومړیو لسو دقیقو کې د تاریخ جوړولو فرصت برابر شو، کله چې لاوتارو مارتینېز پنالټي ترلاسه کړه، خو جال ته د توپ په استولو کې پاتې راغی. د اتریش دفاع، چې مشري یې ډیویډ الابا کوله، تر ډېره د ارجنټاین بریدونه مهار کړل او څو ځله یې د مېسي مخه ونیوله.

ارجنټاین د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدو مخکې د یو ښکلې ډله‌ ایزې برید له لارې مخکښ شو. مېسي د برید بنسټ کېښود او بیا یې د فاکونډو مدینا د ټیټ پاس په ترلاسه کولو سره توپ په لومړي لمس د اتریش د ګول کښتني کونج ته ولېږه.

د ارجنټاین او اتریش په لوبه کې، میسي د خپل دوهم ګول وهلو پر مهال

دا په نړیوالو جامونو کې د مېسي ۱۷م ګول و، چې ورسره یې د جرمني د پخواني ستوري میروسلاو کلوزه ریکارډ مات کړ او د نارینه وو د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول وهونکی شو. له دې ګول سره، هغه د برازیل له نامتو ستورې مارتا سره هم برابر شو، چې د ښځو په نړیوال جام کې یې ۱۷ ګولونه وهلي دي.

مېسي د لوبې د اضافي وخت په وروستیو شیبو کې خپل دویم ګول هم وواهه. دا په نړیوال جام کې د میسي اتلسم ګول و، چې ورسره یې د نارینه وو او د ښځو د نړیوالو جامونو ګډ ریکارډ هم خپل کړ او له مارتا څخه مخکې شو.

دا شپږم پرله پسې نړیوال جام دی چې میسي پکې ګډون کوي. له نننۍ لوبې وروسته، په روان نړیوال جام کې د میسي د ګولونو شمېر پنځو ته لوړ شو.

له اتریش سره په لوبه کې، ارجنټاینی کپتان لیونل میسي

د مېسي نننیو ګولونو د ارجنټاین زرګونه مینه‌وال په ولولو راوستل او د هغه نوم د ډالاس په لوبغالي کې انګازې کولې.

ارجنټاین د ګروپي پړوا خپله لومړنۍ لوبه له الجزایر څخه ۳-۰ ګټلې وه او ددې پړاو خپله وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ له اردن سره په داسې حال کې وکړي چې له وړاندې یې د ۳۲ غوره ټیمونو پړاو ته لار موندلې ده.

ارجنټاین په ۲۰۲۲ کال کې په قطر کې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

د متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه توب د ۲۰۲۶ په نړیوال جام کې ۴۸ تیمونه برخه لري.