په متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو کې د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام لوبې نن پنجشنبې (جون ۱۱) په مکسیکو ښار کې پرانیستل کیږي.
نن دوه لوبې کیږي او دواړه د اې ګروپ د څلورو ټیمونو ترمنځ دي. لومړنۍ لوبه د ګډ کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ ده.
د مکسیکو پخوانی لوبغاړي، هاویر اګویرې چې اوس ددغه ټیم روزونکی دی، وویل چې د مینه والو د ډیرې تمې او کورني میدان د فشارونو سره سره، د مکسیکو لوبډله د جنوبي افریقا په وړاندې سیالۍ ته چمتو ده.
د جنوبي افریقا سره په لوبه کې تر ډیره د مکسیکو د بري اټکل کیږي، خو اګویرې وايي چې په کور دننه لوبه به یوازې هغه وخت مرسته وکړي چې لوبغاړي پر ځانونو باندې فشار اداره کړي.
هغه وویل، "نشي کیدای چې تاسې لیوني شئ. هرڅوک غواړي چې لوبه په لومړنۍ نیمایي کې پای ته ورسوي، خو دا د ۹۰ دقیقو لوبه ده."
د مکسیکو لوبډلې د نړیوالو جامونو په اوو پرانیستونکو لوبو کې برخه اخیستې خو تراوسه د هیڅ پرانیستونکې لوبې په ګټلو بریالۍ شوې نه ده.
نن دوهمه لوبه د مکسیکو په هلسیکو کې د ګوادالاهارا په لوبغالي کې د جنوبي کوریا او چک جهوریت ترمنځ ده.
د چک جمهوریت د لوبډلې روزونکي میروسلاو کولبیک وویل، لوبډله به یې د جنوبي کوریا د کپتان او خطرناک لوبغاړي سن هیونګ مین تر فشار لاندې نه راځي او دغې لوبې ته چمتو ده.
د چیک جمهویت په لوبډله کې د ۲۰۰۶ نړیوال جام د وخت په څیر مشهورې څیرې ندي پاتې او مجبور دي چې ډیرو تخنیکي سیالو لوبډلو سره یرغلیزه لوبه وکړي.
په ګوادالاهارا کې د نړیوال جام د لوبو کوربه توب ته چمتووالی نیول شوی دی. د جام درې نورې لوبې هم په دغه لوبغالي کې کیږي. په دې کې د هسپانیې او یوروګوای ترمنځ مهمه سیالي هم شامله ده چې د جون په ۲۶مه کیږي.
متحده ایالتونه چې ددې جام ګډ کوربه توب کوي، سبا، د جام په دوهمه ورځ، د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د پاراګوای سره لوبه لري.
د سبا دوهمه لوبه د کاناډا په ټورانټو کې د کوربه ټیم او بوسنیا هرزګوینا ترمنځ ده.