مایکروسافټ او ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نوې پانګونې اعلان کړې

د مایکروسافټ او ګوګل لویو شرکتونو هر یوه د مصنوعي ځیرکتیا یا (AI) په نوښتونو کې نوې پانګونې اعلان کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت چارواکي او د ټکنالوژۍ شرکتونو او پوهنتونونو مشران د AI په تړاو د هند د پلازمینې نوې ډیلي په یوه لویه سرمشریزه غونډه کې سره راټول شوي دي.

د مایکروسافټ مشر براډ سمېت د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۸مه وویل چې شرکت یې په داسې لاره روان دی چې ۵۰ میلیارده ډالره په هغو پروژو ولګوي چې د نړۍ د جنوب په هېوادونو کې د (AI) کارونه پراخه کړي.

مایکروسافټ ویلي چې د اغېزمنې چټکتیا سره مصنوعي ځیرکتیا یا ( AI) څخه کار اخیستنه مخ په پراخیدو ده خو دې نوې تکنالوژۍ د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یو شان پرمختګ ندی کړی.

سمېت وویل چې د شرکت پانګونې به پر دې تمرکز وکړي چې خلک د (AI) د کارولو لپاره اړینه روزنه او ټکنالوژي ولري، ورباندې باور وکړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې (AI) د سیمه‌ییزو لومړیتوبونو لپاره کار وکړي.

د ګوګل اجرائیه رئیس سندر پیچای هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دوی له نویو پروژو څخه یوه به د سمندر لاندې د فایبر-اپټیک کیبلونو له لارې وي، چې شرکت یې وايي دا به د متحدو ایالتونو، هند او د سویلي نیمه‌کرې څو هېوادونو ترمنځ باوري ډیجیټلي اړیکه ټینګه کړي.

پیچای همدارنګه د (AI) د مسلکي تصدیق یو نوی پروګرام هم اعلان کړ چې موخه یې دا ده چې په ټوله نړۍ کې خلک په سمه توګه د دې پیاوړې نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستنه زده کړي.

ګوګل وایي چې ۳۰ میلیونه ډالره لګوي څو دمصنوعي ځیرکتیا یا (AI) له لارې د عامه خدمتونو او غوره بدلون د هڅو ملاتړ وکړي، او نور ۳۰ میلیونه ډالره به هغو علمي څېړونکو ته ځانګړي شي چې په خپلو کارونو کې له (AI) څخه استفاده کوي.

مایکل کراتسیوس، چې د سپینې ماڼۍ د ساینس او ټکنالوژۍ پالیسۍ د دفتر رئیس دی، په دې سرمشریزه کې د امریکا د پلاوي مشري کوي. هغه د (AI) " اېجنټ معیارونو نوښت" په نوم د پیل اعلان هم وکړ.

کراتسیوس د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې وویل: «د (AI) راتلونکی به اېجنټک وي (AI له غیر فعالو وسیلو څخه فعالو اجنټانو ته وده کوي) ، او امریکا پدې لاره کی تر ټولو نورو مخکښه ده ځو ټول په خوندي ډول یو بل سره همغږې کړي.»

هغه وویل چې دا نوښت به «د صنعت په مشرۍ معیارونه او پرانیستي پروتوکولونه پرمخ بوځي چې باور رامنځته کړي او نوښت ته وده ورکړي.»