په یونان کې سرګردان پناه غوښتونکي
د یونان په شمالي سرحد او د ایدامیني په سیمه کې د پناه غوښتونکو د یو کمپ په کیږدۍ چې پرې لیکل شوي "هوا ډیره سړه ده موږ سره مرسته وکړئ"
د یونان شمالي سرحد خوا ته روان پناه غوښتونکی چې غواړي اجازه ومومي تر څو مقدونیې ته واوړي.
د یونان په شمالي سرحد کې یوه پناه غوښتونکې میرمن له خپل درې ماشومانو سره له سرحد څخه د تیریدو په انتظار کې.
د یونان په سرحد کېد پناه غوښتونکو د کمپ د کیږدیو تر څنګ یو تش ولچیر.
د یونان پولیس د دغه هیواد د شمالي سرحد د هغې برخې د ساتلو په حال کې چې پناه غوښتونکي غواړي له هغه ځایه مقدونیې ته واوړي.
د یونان په شمالي سرحد کې یو میرمن چې له خپل ماشوم سره په کیږدۍ کې ناسته ده.
د یونان په شمالي سرحد کې یوه معیوبه میرمن له خپلو دوه زامنو سره له سرحد څخه د اوښتو په انتظار کې.
د یونان په شمالي سرحد د اورګاډي د تم ځای چې خلک د یو څه ګرمې هوا، د تیلیفونونو د چارچولو او د خوراکي موادو د اخیستو لپاره ورته راغلي دي. خو اکثره پناه غوښتونکي پیسې نلري چې خوراکي توکي پرې راونیسي.
د اورګاډي د پټلیو په منځ کې د پناه غوښتونکو څو کیږدۍ.