د اروپا، اسیا او شمالي امریکا په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ، ځنګلي اورونو، سېلابونو او سختو بارانونو ګواښ د چارواکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د فرانسې په جنوب کې د وار ولایت د کوټینیاک سیمې ته نږدې د سې شنبې په ورځ جولای ۲۱مه پراخ ځنګلي اور ولګېد چې د چارواکو په وینا تر اوسه یې شاوخوا ۱,۷۰۰ هکټاره ځنګلونه سوځولي دي. اور د کوران، کوټینیاک او مونفور ښارګوټو پر لور خپرېږي او د سیمې د والي دفتر دا اور د روان اوړي تر ټولو لوی ځنګلي اور بللی دی.
د اور د مهارولو لپاره شاوخوا ۸۰۰ اور وژونکي ګومارل شوي، سلګونه اوسېدونکي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او یو شمېر لارې هم تړل شوې دي.
په ګاونډي هسپانیه کې هم د ګوادالاخارا ستر ځنګلي اور لا هم د اور وژونکو لپاره لویه ننګونه ده. د هسپانیا د پوځي بېړنیو خدماتو ادارې ځانګړو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۲مه په اور سوځېدلي سیمې یخولې، په داسې حال کې چې دا د ۲۰۲۶ کال تر ټولو لوی ځنګلي اور ګڼل کېږي.
د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز، چې د اور د کنټرول مرکز د لیدنې لپاره سیمې ته سفر کړی، ویلي چې سږ کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله د سترو ځنګلي اورونو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.
د چارواکو په وینا، اور تر ۳۲ زره هکټاره زیاته ځمکه سوځولې او څه باندې ۱۲۰۰ کسان یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د هسپانیا د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د ګرمۍ درېیمه څپه به لږ تر لږه تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي او د هېواد په سویل ختیځو سیمو کې به د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګرادو لوړه وي، چې له امله یې د اورونو خطر هم خورا زیات شوی دی.
په اسیا کې، د افغانستان په نورستان ولایت مرکز پارون کې د سیلابونو له امله څه باندې ۲۰ تنه مړه شوي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او د نورستان د والي دفتر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي. د هند په شمال ختیځ ایالت آسام کې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
د آسام د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې یوازې د سې شنبې په ورځ ۲۱ کسان د سېلابونو له امله وژل شوي دي. د برهماپوترا سیند په ځینو برخو کې د خطر له ټاکلې کچې پورته بهېږي او هر کال د موسمي بارانونو پر مهال د سیمې خلکو ته زیانونه اړوي.
په همدې حال کې، د جموں او کشمیر مهمه لویه لاره د ځمکې ښوویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د همالیا په سیمه کې د کیدارنات زیارت ته تلونکي خلک هم وروسته له هغې خوندي سیمو ته ولېږدول شول چې د لارې پر اوږدو کې ډبرې راولوېدې.
د هند د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په آسام، ګجرات، هماچل پردېش او جموں او کشمیر کې به درانه بارانونه، تندرونه او سخت بادونه دوام وکړي، او په ځینو غرنیو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو خطر هم شته.
په شمالي امریکا کې، د امریکا د نیویارک ښار د عامه ترانسپورټ ادارې (MTA) د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو د مخنیوي لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د ادارې مشر جانو لیبر وویل چې هره ورځ د ښار د سب وې له تونلونو څخه شاوخوا ۱۳ میلیونه ګیلنه اوبه ایستل کېږي، خو زیاته یې کړه چې د اقلیم بدلون له امله اوس بارانونه ډېر شدید او پرلهپسې شوي دي.
هغه وویل، کله چې د ښار د فاضله اوبو سیستم د سختو بارانونو د اوبو د ایستلو توان ونه لري، نو د سب وې په تونلونو کې د اوبو راټولېدو ستونزه رامنځته کېږي.
د امریکا د ملي هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې لپاره د نیویارک، نیوجرسي او کنېکټیکټ په ګډون د درې ایالتونو په سیمه کې د سختو بارانونو او توپاني هوا وړاندوینه کړې وه.
کارپوهان وايي، په اروپا، اسیا او شمالي امریکا کې د سختو موسمي پېښو زیاتوالی د اقلیم د بدلون له اغېزو سره تړاو لري، او حکومتونه هڅه کوي د دغو پېښو د زیانونو د کمولو لپاره خپلې بېړنۍ چمتووالۍ او بنسټیزې زېربناوې پیاوړې کړي.