کابل کې د مس‌عینک د لرغون‌پوهانو د عملې پر موټر د ماین چاودنه شوې

په دغې چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

نن سهار شاوخوا اوه بجې د کابل په "سیاه بیني" سیمه کې د مس‌عینک د تاریخي آثارو د لرغون‌پوهانو د عملې پر موټر د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د لرغون‌پوهانو دغه ډله له کابل څخه د لوګر ولایت په لور روانه وه.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند امریکا غږ آشنا ته وویل، په چاودنه کې یو لرغون‌پوه وژل شوی او د موټر د چلوونکي په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې ډاکټرانو د پیښې د ټپیانو وضعیت سم ښودلی دی.

دغه شمیر لرغون‌پوهان د مس‌عینک کان په لرغونې سیمه کې د څیړنو لپاره لوګر ولایت ته تلل.

د مس‌عینک کان د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د مسو د کان سربیره په کې لرغوني تاریخي آثار هم موندل شوي دي.

په دغې سیمه کې شاوخوا اتیا تنه کورني او بهرني لرغون‌پوهان او سلګونه نور سیمه‌ییز کارکوونکي، د تاریخي آثارو پر کیندلو بوخت دي.