د امریکا په میزوري ایالت کې د یوې شخصي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۲ کسان، ووژل شول. پدې پېښه کې ۱۱ تنه هغه سکایډایوران شامل و چې د سرګرمۍ دپآره یې له الوتکې د دانګلو عملیه تر سره کوله. پر د،ي برسیره د الوتکې پیلوټ هم پدې پېښه کې وژل شوی دی.
چارواکو د دې مرګونې پېښې د علتونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
د میزوري ایالت د چارواکو په وینا، پېښه د یکشنبې په ورځ د بټلر میموریل هوايي ډګر ته نږدې، د کانزاس سټي ښار شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره جنوب ته رامنځته شوه.
چارواکي وایي، الوتکې د سهار له ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو لږ وروسته پرواز وکړ. شاهدانو ویلي چې الوتکه ونه توانېده کافي لوړوالي ته پورته شي او وروسته هوايي ډګر ته نږدې ولوېده.
د بېړنیو چارو مسؤلینو ویلي چې الوتکه د ځغاستې له لارې څخه شاوخوا ۲۷۴ متره لرې ولوېده.
چارواکي وایي چې په الوتکه کې سپاره ټول ۱۲ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د ځینو قربانیانو د کورنۍ غړي هم په هوايي ډګر کې موجود وو او د پېښې شاهدان وو.
د امریکا د ترانسپورتي خوندیتوب ملي بورډ (NTSB) او د فدرال هوايي چلند ادارې (FAA) پلټونکي اوس هڅه کوي معلومه کړي چې د دې پېښې اصلي لامل څه و.
چارواکي خبرداری ورکوي چې څېړنې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي.
دا پېښه په وروستیو کلونو کې په متحده ایالتونو کې د سکایډایونګ د تر ټولو خونړیو هوايي پېښو څخه یوه بلل کېږي.