د هند صدراعظم نریندرا مودي وایي چې د BRICS غړي هېوادونه به د خپلو ګډو هڅو له لارې د دې ډلې لپاره عملي او مشخصې پایلې رامنځته کړي.
مودي دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د BRICS د مشرانو د غونډې په پای کې وکړې او ویې ویل چې ډاډه دی د دې ډلې هېوادونه به د نړیوالې ټولنې تمې د خپلو ګډو هڅو له لارې پوره کړي.
BRICS په تېرو کلونو کې له خپلې اصلي پنځهکسیزې ډلې، چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا پکې شامل وو، پراخه شوې ده. ایران، اندونیزیا، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات هم د دې ډلې غړي شوي دي.
د BRICS پراختیا د داسې یوې ډلې د جوړولو هڅه بلل کېږي چې د نړیوال اقتصاد او سیاست په برخه کې د امریکا او لویدیځ تر واک لاندې اوسني نړیوال نظم لپاره بدیل رول ولوبوي.
د نوي ډیلي غونډه داسې مهال ترسره شوه چې د خلیج په سیمه کې جګړه او کړکېچ زیات شوی او د امریکا او ایران ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري. ایران پورې تړلو حوثیانو هم په سعودي عربستان کې بریدونه کړي دي.
د غونډې پر مهال د BRICS مشرانو د اقتصادي او ټکنالوژیکې همکارۍ د پراخولو په اړه هم خبرې وکړې. د چین ولسمشر شي جین پینګ د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او مالي چارو په برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د نوښتونو وړاندیز وکړ.
د BRICS غړو د نړیوالو شخړو او د نړیوال اقتصاد د راتلونکي په اړه د دې ډلې د رول د زیاتولو هڅې هم مطرح کړې دي