کابل کی د ایران په خلاف نورې مظاهرې وشوې

کابل کی د ایران په خلاف نورې مظاهرې وشوې

نن دوه لاریونونه وشول. یو لاریون افغان محصلینو جوړ کړی و چې په هغه کې د ایرانی چارواکو له خوا افغانستان ته د تیلو پر راتګ د بندیز لګول غندل شوي وو او ګډون والو یې دا شعار ورکاوه چې افغانان کولای شي خپل د ژوند مصارفو په راټیټولو سره ځان د ګاوندیو هیوادونو د وابستګئ نه خلاص کړي.

همدارنګه دوی وایی که چیری افغان دولت په هیواد کی د خوراکی او سون موادو زیرمه تونونه درلودای نو نن به افغانان د پردو لاس بینه نه وو.

لومړنی مظاهره سوله ییزه او دوهمه یی د ایران پر سفارت د کاڼو او هګیو د وارولو سره یو ځای وه. په دواړو مظاهرو کی لسګونو نارینه او ښخو ګډون کړی وو.

دوی د ایران له خوا افغانستان ته په راتلونکو تیلو باندی د بندیز لګول غنده او ورسره یی افغانانو ته دا پیغام هم درلود چه د خپل ژوند د لګښتونو په راکمولو سره کولی شی ځان د ګاوندیو هیوادونو د احتیاج نه راخلاص کړي.

ددې لاریون ګډونوال پر بایسکلونو سپاره وو او دا نارې یې لګولې چې افغانان پلې گرخي خو هغه تیل نه غواړي چې د دوی د ذلت سبب شي.

په دې لاریون کې چې د مشعل د پوهنتون استادانو او زده کونکو او همدا رنګه د هم اندیشانو نهضت جوړ کړی وو.

غلام سخی محمدی د مشعل د پوهنتون استاد وویل ددی لاریون نه یې هدف هیواد والو ته د دریو پیغامونو رسول دي.

منصور بهاوی ددی لاریون بل ګډونوال د ژمی په سړې هوا کې هیوادوالو ته د تیلو د نه رسیدو پړه پر افغان دولت اچوي او وایي که دولت په هیواد کې د خوراکي او سون موادو زیرمه تونونه درلودای نن به افغانان د یو غړپ تیلو لپاره د ګاوندیو هیوادونو احتیاج نه وو.

دا مظاهره کونکی پر بایسکلونو سپاره د ایران له سفارت نه د سعودی عرب تر سفارته ورغلل او ددی سفارت د دروازی تر مخ یی د تیلو تشه بشکه کیښودله او ددې سمبولیک حرکت سره یی سعودی عربستان ته دا پیغام ورکړ چه په سیمه کې د تیلو تر ټولو غټ صادرونکی هیواد همدا هیواد دی نو اوس باید په افغانستان کی د لویدیځ ګاوندي دا ناسم چلند جبران کړي.

خو د ایران سفارت تر مخ دوهمه مظاهره چې د ملي مشارکت ګوند او خلکو په ګډون جوړه شوې وه تر لومړی هغه خورا زوره وره او قهرجنه وه ددی لاریون ګدونوالو د ایرانی چارواکو پر ضد شعارونه ورکول او هان تر دی چه ددی هیواد دسفارت دورازه یی په سره رنګ چې د وینو سمبول دی لړلی وه او پر سفارت یی د کاڼو او هګیو ګزارونه هم کول.

همدارنګه د افغان پارلمان د ځینو غړو عکسونه هم د ایران د مزدورو ایجنتانو په نامه په رنګ لړل شوي وو.

د ایران افغانستان تر منځ د تیلو د واردولو پر سر دا لانجه قابو یوه میاشت دمخه هغه مهال پيل پيل شوه چې ایران د افغان سوداګرو نږدی یو زرو اوه سوه (۱۷۰۰) په تیلو بار ټانکرې ودرولې او افغانستان ته یې د ننوتو اجازه ورنه کړه.

خو افغان چارواکی وایی اوس مهال د تیلو بیی را ټیټی شوی دی او وجه یې دا ده چې د دولت د ډیرو هڅو او هلو ځلو وروسته نن سبا په دی برخه کی د ایران دریځ یو څه نرم شوی او هره ورځ ۴۰ تانکرو ته د افغانستان خاوری ته د ور تګ اجازه ورکړل کیږی د پخوانیو راپورونو پر اساس او ددی لانجی د را منځ ته کیدو دمخه به هره ورځ تر ۸۰ پوری د تیلو تانکری افغانستان ته را دننه کیدی .لیکن سږ کال د ږمی په موسم کی او تیلو ته د خلکو د سختی اړتیا له وجی دا کافی نه دي.

روانه اونی د تیلو په بیو کی هم کمی تر سترګو کیږی یو لیتر پترول په ۵۴ افغانیو او همدومره دیزل په ۶۰ افغانیو خرڅیدل حال دا چه تیره اونی دا بیی ۵۶ او ۶۵ افغانی وي.