د متحدو ایالتونو د منځمهاله ټاکنو لپاره چې د کانګرس د کنټرول لپاره سیالي پکې ترټولو عمده موضوع بلل کیږي، تر ۴۵ میلیونو زیاتو امریکایانو له وړاندې رایه ورکړې ده.
دا ټاکنې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۳) کیږي، خو په تېرو څو اوونیو کې په میلیونونو امریکایانو د انتخاباتو له ورځې وړاندې د رایې ورکولو په مرکزونو کې او یا هم د پوست له لارې خپله رایه ورکړې ده.
په هغو ایالتونو کې چې سیالۍ پکې ډېرې نږدې دي، د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په پرتله د انتخاباتو له ورځې وړاندې د رایې ورکولو کچه لوړه شوې ده. کانزاس، مېن، میشیګن، شمالي کارولینا، جنوبي کارولینا او ټکساس هغه ایالتونه دي چې د دا ډول رایو شمېر پکې لوړ شوی دی.
په هغو کسانو کې چې له وړاندې یې رایه ورکړې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو څوارلسم هم شامل دی. هغه لومړنی پاپ دی چې د امریکا په ټاکنو کې برخه اخلي. واتیکان ویلي چې نوموړي خپله رایه د پوست له لارې د شیکاګو ښار ته استولې ده.
په ټوله امریکا کې نوماندان او د ګوندونو چارواکي د رایه ورکوونکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر ټرمپ او بارک اوباما ګډون
په دغو ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې ټول ۴۳۵ غړي او د سنا له ۱۰۰ څخه ۳۵ غړي ټاکل کیږي.
جمهوري غوښتونکي دا مهال د کانګرس په دواړو جرګو کې برلاسي دي.
ولسمشر ټرمپ، چې د روانې میاشتې په ترڅ کې یې له ۲۰ څخه په زیاتو انتخاباتي غونډو کې ګډون کړی، ټاکل شوې د ۲۰ ایالتونو د نوماندانو د ملاتړ لپاره په ویډیويي کنفرانسونو کې برخه واخلي.
بل لور ته، د ډیموکرات ګوند مشهورې څیرې هم د خپل ګوند د نوماندانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي، چې په دې کې پخوانی ولسمشر بارک اوباما او د ولسمشر پخوانۍ مرستیاله کاملا هریس د یادونې وړ دي.