د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سوېلي ډکوټا ایالت د راشمور غره ته سفر کوي. دا هغه تاریخي ځای دی چې د امریکا د څلورو ولسمشرانو څېرې پر لوي غره باندې کاږل شوې دي.
دا سفر د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې د مراسمو یوه برخه ده.
دا سفر د اصلي کلیزې د مراسمو لپاره یو مهم پیل دی چې د شنبې په ماښام به په واشنګټن کې ترسره شي.
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به د ملي پارک راټول شوي ولس ته وینا وکړي او ورپسې به د اورلوبو لویه ننداره هم ترسره شي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د میډورا ښار کې د تیودور روزوېلټ موزیم د شمالي ډکوټا ایالت کې پرانیست. هغه له دې سره خوښي څرګنده کړه چې ځینې خلک هغه د امریکا له یوه پیاوړي او اغېزمن مشر، تیودور روزوېلټ، سره پرتله کوي.
ولسمشر ټرمپ، چې مخکې یې په ۲۰۲۰ کال کې هم د راشمور له غره لیدنه کړې وه، ټاکل شوې ده چې د دې مراسمو اصلي وینا وکړي او د اورلوبو ننداره هم وګوري.
ټرمپ پخوا په ښکاره ویلي وو چې غواړي د ده څېره هم د جورج واشنګټن، توماس جیفرسن، تیودور روزوېلټ او ابراهام لینکن ترڅنګ پر راشمور غره وکيندل شي. هغه په ۲۰۲۰ کال کې، د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال، په هغه وخت کې د ټویټر (اوس ایکس) په ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «زما په اند، دا ښه نظر دی.»
خو د هغه د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د دې طرحې د عملي کېدو لپاره کوم جدي اقدام نه دی شوی. پر ځای یې، ټرمپ هڅه کړې چې د یو شمېر نورو پروژو له لارې په واشنګټن کې خپل اغېز پرېږدي.
په دغو پروژو کې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د یوه نوي تالار جوړول، د یوه ستر یادګاري څلي د جوړولو پلان او د واشنګټن د ځینو مهمو تاریخي ودانیو او عامه ځایونو بیارغونه پکې شامله ده.
ولسمشر ټرمپ به د سفر لپاره د قطر له لوري په ډالۍ ورکړل شوې الوتکه د دویم ځل لپاره وکاروي.