د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي او هغو افغانانو ته، چې لا هم په دغه هېواد کې دي، د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خوندیتوب برابر کړي.
دغې ادارې د سهشنبې په ورځ، د جولای په ۲۸مه، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل هغوی د روغتیايي خدمتونو، سرپناه او نورو اساسي اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د MSF په وینا، اکثره کورنۍ افغانستان ته په داسې حال کې ستنېږي چې هلته د ژوند شرایط خراب دي او د مرستو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.
MSF ویلي چې د پاکستان د ایستلو تګلارې له امله ګڼ شمیر افغانان د نیول کېدو او ایستل کیدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته د تګ جرأت نه کوي، چې دا چاره د امیندوارو ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او په مزمنو ناروغیو اخته کسانو لپاره په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ ده.
د بې پولې ډاکټرانو ادارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نړیوالو ژمنو په پام کې نیولو سره، د هغو کسانو جبري ستنول بند کړي چې د خوندیتوب غوښتونکي دي، او د پناه غوښتونکو حقونو ته درناوی وکړي. دې ادارې همدارنګه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له پاکستان او افغانستان سره د بشري مرستو او د کډوالو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان لپاره د بشري مرستو د چارو د تنظیم د ادارې ویاندې اولګا چریفکو امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې وویل چې د دوی لویه ستونزه د بودیجې کموالی دی. چریفکو همدارنګه وویل چې له ډېرو داسې راستنو شویو کورنیو سره خبرې کړې چې ټول ژوند یې په بهر کې تېر کړی، او اوسني وضعیت ته په کتو، هغوی لویه اندېښنه او اضطراب لري چې په افغانستان کې به په اینده کې له څه سره مخامخ کیږي.
د چریفکو په خبره افغانستان لا هم په نړۍ کې یو اوږدمهاله کړکیچ سره مخ دی او تقریبآ د نفوس نیمایي یې بشري مرستو ته ضرورت لري، چې ډېر جدي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په دې موده کې په سلګونو زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې یو شمېر یې د نیول کېدو او ایستلو له وېرې هېواد پرېښودی دی.