مولن د اندېښنو د شریکولو لپاره پاکستان ته روان دی

مولن د اندېښنو د شریکولو لپاره پاکستان ته روان دی

د امریکا د پوځ ېو لوړ پوړې قوماندان نن پاکستان ته سفر کوي او هلته د پاکستانی مشرانو سره گوري.

ټاکل شوې چې دامرېکا دپوځ د لوي درستېزانو رېس اېډمېرل ماېک مولن به دپاکستانی مامورانو سره د امرېکا د حکومت د هغه تشویش په اړه خبرې وکړې چې د پاکستان د استخباراتو او تندروانو ترمنځ د پټو اړېکو په هکله یې لري.

ماېک مولن پرون افغانستان ته دخپل سفر پر وخت خبرېالانو ته ووېل چې دې به د پاکستانی چاروکو سره دپاکستان دپوځي استخباراتو، آی ایس آی او د حقاني دشبکې تر منځ د انډېوالئ او اړیکو په باب خبری وکړي. جنرال مولن ووېل چې زه به دپاکستان د پوځ دلوی درستېز جنرال اشفاق کېاني سره هم وگورم.

دامرېکا دپوځ دلوی درستېزانو رېس پاکستان ته خپل دا سفر په داسې حال کې کوئ چې په لاهو رکې دCIA قراردادي د نېولو او په قباېلی سېموکی د امریکې دبی پېلوټه الوتکو د څو خونړېو حملو نه وروسته دامرېکا او پاکستان ترمنځ تشنج مخ په زیاتېدو دی.

د سپېنې مانۍ په ېوه تازه راپو رکې هم په پاکستان باندی ډېرسخت انتقادونه شوي وو.

د دوشنبې په ورځ دپاکستان صدراعظم غوښتنه وکړه چې د بی پېلوټه امرېکاېې الوتکو حملې باید نورې بندې شي.

یوسف رضا گیلاني وویل چې امریکا باېد پاکستان سره خپل استخباراتي معلومات شرېک کړي تر څو د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د ټرورستانو په ضد عملېات وکړي.

ښاغلي گېلاني داخبره په اسلام اباد کې د امریکا دکانگرس درېس جان بېنر سره د کتنې پر وخت وکړه.

د امرېکا حکومت تراوسه پورې په ښکاره ډول د بې پېلوټه الوتکو په حملو باندې اعتراف نه کوئ خو امریکایي مامورانو مطبوعاتي شبکو سره په خپلو شخصي خبرو کې دا خبره منلې چې دپاکستان دننه دغه حملې سر ته رسیږي.