اوکراین ایلان ماسک ته تر ټولو لوړپوړی دولتي مډال ورکړ

آرشیف

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه هېواد له تر ټولو لوړو دولتي مډالونو څخه یو، "د آزادۍ مډال"، د سپېس‌اېکس شرکت مالک ایلان ماسک ته ډالۍ کړ.

د اوکراین د ولسمشرۍ د فرمان له مخې، ماسک ته دغه مډال د انسانانو د ژوند او آزادۍ د ساتنې او همدارنګه د اوکراین او امریکا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د ونډې له امله ورکړل شوی دی.

ماسک په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د پراخ یرغل له پیل لږ وروسته په اوکراین کې د سټارلینک سپوږمکۍ انټرنېټي خدمت فعال کړ. له هغه راهیسې، سټارلنک د اوکرایني ځواکونو لپاره د اړیکو او د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول په برخه کې د مهمې وسیلې په توګه ډیره مرسته کړیده.

د اوکراین حکومت اوس هڅه کوي چې د سټارلینک کارول د روسیې تر قلمرو پورې هم پراخ کړي، څو د روسیې ځینې پوځي اهداف او د بالستیک توغندیو د توغولو مرکزونه په نښه کړای شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ په وېبپاڼه کې د چهارشنبې په ورځ خپور شوي فرمان کې ویل شوي چې ماسک ته د «آزادۍ مډال» د انسانانو د ژوند او آزادۍ د ساتنې او د اوکراین او امریکا د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د پام وړ ونډې په خاطر ورکړل شوی دی.

ماسک له دې وړاندې هم د اوکراین له حکومت سره د سټارلنک د خدمتونو په اړه همکاري کړې ده. دغه سیستم د جګړې په ډګر کې د اوکرایني ځواکونو د مخابراتو او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره مهم بلل کېږي.

کییف اوس غواړي چې په روسیه کې هم د سټارلنک خدمتونو ته پراخ لاسرسی ولري، څو د هغو پوځي اهدافو پر وړاندې یې وکاروي چې پر اوکرایني ښارونو د بریدونو لپاره کارول کېږي.

ولسمشر زیلینسکي ویلي چې مخکې ورته ویل شوي وو چې ماسک د روسیې په خاوره کې د سټارلینک له پراخ استعمال سره مخالفت کړی او دا یې د جګړې د زیاتېدو لامل بللی و.

خو زلنسکي وايي، اوکراین اوس له ماسک څخه د دې موضوع په تړاو د پخوا په پرتله هیله‌ بښونکی ځواب ترلاسه کړی دی.