د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون غړی نادر نادري وايي ددې لپاره واشنګټن ته راغلی چې امریکايي چارواکو ته د افغانانو غږ ورسوي.
له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي نادري د هغو ممکنه بدلونونو په اړه هم خبرې کړي دي چې افغان ځواکونو ته د امنیت د مسولیت د سپارلو په نتیجه کې به رامنځته شي.