د ننګرهار ولايتي شورا مشرتابه لپاره انتخابات شول

د ننګرهار ولايتي شورا مشرتابه لپاره انتخابات شول

په دغوانتخاباتوکې چې دولايتي شورا له ١٩غړيوڅخه د١١حاضروغړيوترمنځ دشورا رياست ،مرستيالۍ اومنشي توب ته ترسره شول.

حاجي جمال قدير دريس مفتي معين شاه مرستيال اوډاکترلال محمددرانۍ دمنشي په توګه وټاکل شول.

دغه انتخابات د ننګرهار چارواکيو، محلي ارګانونو د استازو او يونما دفتر غړيو ترنظارت لاندې ترسره شول. د محلي ادارې يوه استازي ابلاغ دغه انتخابات له قانوني اصولو سره سم وبلل او ويې ويل دغه انتخابات دشورا داکثريت غړيو په ګډون ترسره شول.

دا په داسې حال کې چې د شور اپخوانى مشر حاجي نصرت الله چې په دغوانتخاباتوکې يې ګډون نه لاره دغه انتخابات له اصولو سره سم نه بولي.

دا وايي چې دغه انتخابات له ټاکلې ورځې وړاندې ترسره شوي خودانتخاباتونظارت کوونکي وايي چې د انتخاباتو لپاره تېره ورځ ورځ ځانګړې اوپه ډاګه شوه چې پرهماغه بنسټ دوي دغه انتخابات ترسره کړل.

ددغه شورا په اړه دسيمې خلک وايي چې دغې شورا د تېر يوه کال په ترڅ کې له خپل منځي انتخاباتو پرته بل څه ونه کړل. خو ددغې شورا پخوانى او اوسنى مرستيال مفتي معين شاه سپن غر وايي چې دوي دتېرکال په ترڅ کې يوشمېرقومي ستونزې اودولسونوترمنځ زړه بداوۍ له منځه وړي دي.

ددغې شورانوي منتخب ريس جمال قدير بياوايي چې دوي به داځل هڅه وکړي چې ترهرڅه وړاندې خپل منځي اختلافات له منځه يوسي اودغه شورادټولنې د خيرښېګڼې لپاره وکاروي .ددغې شورا د پخوانيو چارو په باب داهم ويل کېږي چې د دوی مصرف ترمعاشه لوړواوله بل پلوه دوي هريوپه ځان پسې بې شمېره وسله وال ګرځول دشورايوشمېرغړي ددغو پوښتنو پر وړاندې بيا وايي:

دوی ته له قانون سره سم وسله اوسله وال ورکړل شوي، د شورا يو شمېرغړي په اقتصادي لحاظ ډېر پياوړي دي که کوم لګښت کېږي دايوازې دشوراپه معاش پورې اړه نه لري. خو يوه بل انتقاد چې پرتېرې شورا موجود دى هغه په اجراييوي قوه کې ددوي مداخله ده. دوي پر ادارې دافشارراوړچې خپل خپلوان په لوړو پوستونو وګوماري؟ د شورا مرستيال معين شاه او يو تن غړى يې ضابط اميرمحمدوايي چې دوي له قانوني اصولوسره سم اجراات کوي .خپلې چارې ښې پېژني. دا چې دغه شورا به له دې وروسته څومره قانوني اجراات وکړي دا نو کټوري غوښتل دي د زاڼوله کتاره.