د ننګرهار د ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې ددغه ولایت ځینو وکیلانو د ننګرهار له والي ګل آغا شیرزي نه غوښتي چې دغه ولایت پرېږدي.
د ولایتي شورا مرستیال معين شاه وویل د احتجاج په توګه یې د ولايتي شورا دروازې تړلي او د شورا غړو ګواښ کړی تر هغو به بیرته شورا ته رانشي چي ددغه ولايت والي او ورسره چارواکي له دغه ولايته ونه وځي.
په ننګرهار کې همدا دوه ورځې مخکې د کابل بانک پر مرکز په خونړۍ حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل شول.
د ولایتي شورا غړي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو شمیر وکیلان هم ورسره وو، د پنجشنبې په ورځ له خپل منځي غونډو وروسته په ولايتي شورا کي را څرګند شول.
د ولسي جرګې استازي فريدون مومند د ننګرهار اداره په فساد کې ښکېله وبلله او ويې ويل نور دوى دغه اداره او چارواکي نشي زغملاى.
نن د جلال اباد ښار دوکانونه د همدغو حالاتو له آمله تر ډيره مهاله تړلې وو. د موټرو او خلکو هغه له ګڼي ګوڼي ډک ښار نن تش تور ووږ د خلکو په خوله کې دا خبره وه چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استاځو او جهادي قومندانانو ګل اغاشيرزي ته پښې دربولي چې که په څو ورځو کې دننه ننګرهار پرې نه ږدي نو د سبانيو پيښو مسئوليت به د دوى په غاړه وي.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبد الزي وويل د ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو ته درناوى لري خو دا يې هم وويل چې په اداره کې د ادلون بدلون کار د لوړو مقاماتو په غاړه دى.
د ولايت يو شمير قومي مشرانو بيا ويل چې مرکزي دولت بايد په دې اړه خپل دريځ ژر تر ژره څرګند کړي.