پاچا خان: د نشو له امله کورنۍ شړلی یم

Your browser doesn’t support HTML5

د پروان اوسېدونکی پاچا خان چې شاوخوا لس کاله کیږي په نشو اخته دی وايي د کاکا زوی یې نشو ته هڅولی او کلونه کیږي چې د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

د پروان اوسېدونکی پاچا خان چې شاوخوا لس کاله کیږي په نشو اخته دی وايي د کاکا زوی یې نشو ته هڅولی او کلونه کیږي چې د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

پاچا خان وايي " کورنۍ مې شړلی یم، پر سړکونو ګرځم، پلاستیک او بوتل ټولوم او په همدې ګوزاره کوم".

هغه وايي څو ځله یې د درملنې هڅه کړې خو بیا هم نه دی توانېدلی چې نشې پرېږدي او عادي ژوند پیل کړي.

پاچاخان وايي که دوی ته د کار زمینه برابره شي او تر څنګ د نشه يي موادو د پلورونکو مخه ونیول شي نو ډېر معتادین به له نشو لاس واخلي.