فواد: نشو د ژوند خوښۍ رانه واخیستې

Your browser doesn’t support HTML5

د مزارشریف اوسېدونکی فواد چې کلونه وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند درلود، په نشو له اخته کېدو وروسته اوس د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

د مزارشریف اوسېدونکی فواد چې کلونه وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند درلود، په نشو له اخته کېدو وروسته اوس د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.

هغه ادعا کوي چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده درلوده خو ملګرو یې په نشو اخته کړ.

فواد وايي " ټوله ورځ بوتلونه، کاغذونه او نور کباړ ټولوم، په همدې پیسو بیا ځان ته پوډر اخلم، پوډر ګران دي، پوړۍ یې په پنځوس افغانۍ ده".

په نشو اخته دغه کس وايي که د معتادینو درملنه وشي او هغوی ته د کار زمینه برابره شي نو ډېری کسان به له دې ستونزو خلاص شي.