د روغتیا وزارت په کابل کې ۲۰۰ معتادین راټول او بستري کړل

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ نن د کابل له پل سوخته سیمې څخه شاوخوا ۲۰۰ معتادین راټول او بستري کړل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ نن د کابل له پل سوخته سیمې څخه شاوخوا ۲۰۰ معتادین راټول او بستري کړل.

د دغه وزارت مسئولین وايي دا شمیر معتادین د ابن سینا په ۱۵۰۰ بستریز مرکز کې بستر کېږي او تر ۴۵ ورځې جسمي او رواني درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کچې راټیټولو ریاست د درملنې مسول ډاکټر عارف وفا وايي په کابل ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د معتادینو د راټولولو د کمپاین له پیل راهیسې یې ۲۱۰۰ معتادین راټول کړي دي.

هغه وايي " نن تاسو د ۲۰۰ نورو معتادینو د راټولولو شاهدان یاست، خو دا په کره توګه نه شو ویلی چې دلته به څومره نور معتادین پاته وي، خو موږ تصمیم لرو چې د شته‌ ظرفیتونو او امکاناتو پر اساس دوی ته د درملنې زمینه برابره کړو او په خدمت کې یې واوسو".

افغان حکومت د کرونا وایروس له خپرېدو وروسته د یو لړ نورو تدابیرو ترڅنګ د معتادینو د راټولولو کمپاین هم پیل کړ چې تراوسه دوام لري.

د دغه کمپاین په لړ کې زرګونه معتادین د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې راټول او د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې بستر شول.

دا کمپاین د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په داسې حال کې پیل شوی چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په معتادینو کې په دغه وایروس د اخته کېدو یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.