ارګون کې خلک د معتادینو پر زیاتوالي اندېښمن دي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د نشه يي توکو خرڅلاو عام شوی دی.
د پکتیکا د ارګون اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د نشه يي توکو خرڅلاو عام شوی دی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی منور اندېښنه لري چې که دغه چاره همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده چې د وخت په تېرېدو سره به یې د دولت له لوري مخنیوی ناشونی وي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی عزیز عزیز هم دا وايي چې په ارګون کې د نشه يي‌توکو کاروونکي پر زیاتېدو دي.

هغه وايي " پولیس باید د نشه يي توکو د خرڅلاو او معتادینو ته د لاسرسي په برخه کې جدي اقدام وکړي او مخه یې ونیسي."

خو د پکتیکا امنیتي مسئولین وايي چې دوی په دغه ولایت کې د نشه يي توکو مخنیوي ته ژمن دي او په بېلا بېلو سیمو کې یې د مخدراتو پر ضد عملیات هم کړي.