په پکتیکا کې د چرسو او نشه يي توکو فابریکې سوځول شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوشامند او وازیخوا ولسوالیو کې یې لسګونه ټنه چرس او د مخدره موادو لسګونه فابریکې له منځه وړي دي.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوشامند او وازیخوا ولسوالیو کې یې لسګونه ټنه چرس او د مخدره موادو لسګونه فابریکې له منځه وړي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیمو کې د مخدره موادو د جوړولو ګڼې فابریکې فعالې وې، چې د دغو فابریکو د ویجاړۍ تر څنګ یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي" په راتلونکې کې به هم د دغه ولایت د وازیخوا، تروو او ووړ ممۍ سرحدي ولسوالیو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړو."

سمونوال عبدالرحیمزی وايي چې امنیتي ځواکونه په پکتیکا کې په بشپړه توګه د نشه يي توکو له منځه وړلو ته ژمن دي.

پکتیکا یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په لرو پرتو نا امنو ولسوالیو کې یې کوکنار او چرس کرل کیږي.